هند او نیپال کې د رنګونو جشن هولي ولمانځل شو
د هولي په نامه جشن چې د رنګونو جشن هم بلل کېږي، د هند او نیپال سیمو کې ولمانځل شو.

د عکس سرچینه، Reuters
دغه جشن د پسرلي له پیل سره سم لمانځل کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
هولي د نوې پیلامې سمبول په توګه هم لمانځل کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
هولي د کال لومړۍ میاشتې په هغه شپه لمانځل کېږي، چې سپوږمۍ پکې بشپړه وي.

د عکس سرچینه، EPA
د هولي په شپه خلک پر یوه بل اوبلن او پاوډري رنګونه شیندي. له دې یوه شپه مخکې پر شیطاني قوتونو د بري سمبول په توګه مشالونه بلېږي.

د عکس سرچینه، Google
د هولي رنګونه هم معانا لري، مثلاً سور رنګ د مینې او حاصلخیزۍ رنګ بلل کېږي، ژړ د کورکمن رنګ دی او اودي یا اسماني رنګ د هندوانو معبود کرشنا ته منسوب رنګ بلل کېږي او زرغون بیا د نوې پیلامې رنګ بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
د دودیزو رنګونو پر ځای نن سبا د اوبو پمپونو له لارې رنګونه شیندل کېږي.

د عکس سرچینه، EPA
دغه تصویر کې د مېلې یو ګډونوال وینو چې مخ یې په بشپړه توګه په رنګونو لړلی دی.

ډیلي کې د بي بي سي خبریالانو هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.

د عکس سرچینه، Reuters
د هند تر څنګ هولي مراسم په نیپال کې هم لمانځل کېږي، چې د نفوس ډېره برخه یې هندوان دي. له دې دواړو هېوادونو بهر د برتانیا په شمول د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دغه مراسم لمانځل کېږي. لاندې تصویر کې د نیپال پلازمېني کټمنډو هولي مراسم وینو.

د عکس سرچینه، EPA
All pictures copyright.








