ورځپاڼې: د هند او پاکستان کړکېچ هوایي شرکتونو ته سرخوږی جوړ کړی

الوتکې

د عکس سرچینه، Getty Images

واشنګټن پوست ورځپاڼې د هند او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ له امله پر اغېزمنو الوتنو- چې له دغې هوايي لیکي تېرېږي- مطلب لیکلی.

ورځپاڼه لیکي د برتانیا او ايرینډیا په ګډون د لویو هوایي کرښو الوتکې مجبورې شوې چې د هند او پاکستان پر فضا له تېرېدو د مخنیوي لپاره خپله تګ لیکه بدله کړي.

څو نورو هوايي کرښو هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې د هوايي ډګرونو د تړل کېدو له امله یې د سپرلۍ الوتنې ځنډېدلې دي.

ځینې نورو الوتکو بېرته الوتنې پیل کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه د هندي سپایس جټ هوايي کرښې الوتنو چې د پاکستان له هوايي فضا به یې له کابل تر ډیلي په یو ساعت و څلوېښت دقیقو کې سفر کاوه د چار شنبې پر ورځ د مسیر د بدلون له کبله څلورو ساعتونو کې ورسېده.

د اماراتو او قطر هوايي کرښو هم پاکستان ته خپلې الوتنې لغو کړې دي.

پیلوټ

د عکس سرچینه، ISPR

د عکس تشریح، د هند نیول شوی پیلوټ چې نوی ډېلی یې سملاسي خوشي کېدل غواړي.

خلیج ټایمز ورځپاڼې د پاکستان د کورنیو الوتنو پر درېدو مطلب لیکلی. خلیج ټایمز لیکي پاکستان په کور دننه د لاهور، ملتان، کراچۍ، فیصل اباد، سیالکوت او اسلام اباد له هوايي ډګرونو الوتنې درولې دي.

د اماراتو هوایي کرښې چارواکو هم تر بیا امر پاکستان ته ټولې الوتنې درولې دي.

په هند کې هم د جمو، لیح، پټانکوټ، امرتسر، شیملې، کنګرا، کولومانالي او پتودېګا په ګډون ۹ هوايي ډګرونه تړل شوي دي.

ګلف نیوز ورځپاڼې لیکلي پرېکړه یې کړې ده هغه ویډیو خپره نه کړي چې پکې ظاهراً یو هندی پیلوټ د الوتکې له نسکورېدو وروسته په پاکستان کې ښودل کېږي.

ګلف نیوز لیکي دا کار یې د اخلاقي موازینو پر بنسټ کړی.

ورځپاڼه زیاتوي د خبریالۍ په ډګر کې او د جنیوا کانوانسیون پر بنسټ له جنګي بندیانو سره د چلن مسلې ته په پام سره دا تر ټولو ښه پرېکړه ده.

د یوه زوی او دوو لمسیو له لاسه ور کول

افغان پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اشرف غني میاشت مخکې وویل، واکمنۍ کې یې تر ۴۵ زرو سرتېري وژل شوي.

امریکايۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د ملي اردو او پولیسو پر مرګ ژوبله مطلب لیکلی.

ورځپاڼې د جنت بي بي په نامه د یوې مېرمنې داستان لیکلی چې یو زوی او دوه لمسي یې د ملي پولیسو په لیکو کې شامل کړي وو چې په جګړه کې ونډه واخلي.

تېر کال درې واړه کور ته ستانه شول خو ژوندي نه بلکې په تابوتونو کې.

د ورځپاڼې په لیکنه هغه کلی چې جنت بي بي پکې ژوند کوي یوازې ۳۰۰۰ اوسېدونکي لري خو له همدې کلي ۶۰ ځوانان چې د افغانستان د ملي پولیسو په لیکو کې یې دنده ترسره کوله په جګړه کې وژل شوي.

جنت بي بي ورځپاڼې ته ویلي چې زوی او لمسیانو یې پرته له دې چې د ملي پولیسو لیکو کې ودرېږي بل غوراوی نه درلود. ځکه د دوی په سیمه کې د معیشت لپاره کومه بله لار نشته.

هغه وایي له زوی او لمسیانو یې ۱۷ اولادونه پاتې دي چې دا اوس باید د هغوی د ډوډۍ، کالیو او ښوونځي غم وخوري.