کمساری سرطان؛ د زینب د وینې بڼه ولې نه موندل کېږي؟

د عکس سرچینه، OneBlood
د دوه کلنې امریکایۍ نجلۍ زینب لپاره د وینې موندلو نړیوال کمپاین پیل شوی، چې د سرطان له یوې کمسارې ناروغۍ وژغورله شي.
زینب موغل یو ډول کمسارې سرطان ناروغي لري، خو درملنه یې ډېره پېچلې او ګرانه ده؛ ځکه چې په نړۍ کې د هغې د وینې ګروپ ډېر کم موندل کېږي.
فعالان وايي، زینب ته یې د هغې د وینې د ګروپ موندلو په موخه د زرو کسانو وینه کتلې ده، چې یوازې د درېیو یې د وینې ګروپ ورسره یوشان و.
ډاکټران وايي، د زینب د سرطان درملنې لپاره لږترلږه لسو کسانو ته اړتیا ده چې د هغې د ګروپ وینه ولري او هغې ته یې ورکړي.
د روان کال لومړیو کې د زینب د عصبي انساجو سرطان مشخص شو، چې پر دغه کمساري سرطان تر ډېره تي رودونکي ماشومان اخته کېږي.

د عکس سرچینه، CBS
د وینې د خیراتولو اړونده "ون بلډ" بنسټ چې د زینب لپاره د رضاکارو وینه ورکوونکو په لټه کې دی وايي، دغه ماشومه د درملنې په ټوله موده کې د وینې بدلولو ته اړتیا لري، خو دا چې د وینې ګروپ یې ډېر نادر دی، ډېر کم کسان د وینې دا ډول ګروپ لري.
یاد بنسټ وايي، د وینې ورکوونکو احتمالي رضاکارانو اصلي نسب باید د پاکستان، هند او یا ایران وي او د وینې ګروپ یې هم یا A او یا O وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
تر اوسه د زینب د ګروپ وینه په درېیو کسانو کې موندل شوې چې دوه یې امریکا او یو په برتانیا کې دی.
"ډېر مو وژړل"
د زینب پلار راحل موغل وايي، په تېره سپټمبر میاشت کې یې د لور دغه کمساری سرطان تشخیص شو.

د عکس سرچینه، OneBlood
دی وايي "ډېر مو وژړل."
کله چې د زینب مور او پلار خپلې لور ته د وینې ورکولو هڅه وکړه، ډاکټرانو وویل چې وینه یې د زینب د وینې له ګروپ سره یوشان نه ده.
"ون بلډ" بنسټ وايي، تر اوسه د زینب د سرطان مخنیوي کې کیمیاوي درملنه بریالۍ ثابته شوې ده، خو په پای کې د هډوکي د مغز زرع کولو دوو جراحیو ته اړتیا لري.
د زینب پلار وايي، د لور ژوند یې تر ډېره پر وینه ولاړ دی، نو د وینې ورکوونکو هڅې ورته حیاتي ارزښت لري.










