سرطان هر کال افغانستان کې ۱۵ زره کسان وژني
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
په افغانستان کې له سرطان سره مبارزې بنسټ وايي، هر کال د هغو څلورو کسانو له ډلې، چې په سرطان اخته وي، درې یې مري.
دا بنسټ وايي له دې مرګوني ناروغۍ څخه د ژوغونۍ یوازېنۍ لار عامه پوهاوی دی او د ناروغۍ په لومړی پړاو کې درملنه پیل کول دي، خو په افغانستان کې ډېر کم ناروغان د ناروغۍ په لومړي پړاو کې ډاکتر مراجعه کوي.
په کابل کې زموږ همکار عصمت بهیر د جمهوریت روغتون ته هغې څانګې ته تللي چې هلته ته د وینې په سرطان د اخته ناروغانو درملنه کېږي.
د کابل جمهوریت روغتون کې یوه څانګه د وینې په سرطان د اخته ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړې شوې ده.
د دغې څانګې ډاکتران وايي، د ورځې له شل څخه تر دېریش پورې ناروغان ویني چې دوه یا درې پکې حتماً دا کسان وي چې د وینې په سرطان اخته وي.
په دغه روغتون کې د وینې سرطان معاینات وړیا کېږي او هغه کسان چې مالوم شي، د وینې په سرطان اخته وي. ناروغان د درملنې په موخه بسترېږي، درملنه یې وړیا خو درمل یې په پیسو دي.
اوس په جمهوریت روغتون شل د وینې په سرطان اخته ناروغان بستر دي. ځینې له میاشتو او آن کلونو راهیسې له دغې ناروغۍ سره مبارزه کوي، خو یو شمېر یې تازه د وینې په سرطان اخته شوي دي.
د ۱۴ کلن وکیل مور او پلار ته څلور میاشتې مخکې ډاکترانو ویلي چې زوی یې د وینې په سرطان اخته دی.

پلار یې له کندوزه هغه د کابل جمهوریت روغتون ته د درملنې لپاره راوستلی دی. د وکیل د سر وېښتان د ناروغۍ له امله رژېدلي دي.
هغه ډېر په زحمت پر چپرکټ کښېناست، پلار یې په ټنیګار یوه ګوله کیک په خوله کې ور کړ. هغه په ډېر تکلیف د اوبو په زور له ستونې تېر کړ.
په جمهوریت روغتون کې د وینې سرطان څانګې مشر ډاکتر ولید یوسفزي وايي، د وکیل د درملنې یوازې لار د هغه د هډوکو د مغز تعویضول دي، چې په وینا یې یوازې په بهر کې امکان لري او ۴۰ زره ډالره لګښت پرې راځي.
خو د وکیل بزګر پلار د دومره لګښت وس نه لري.
په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شینکۍ کړوخېل، چې کلونو مخکې د تي په سرطان اخته شوه او په بهر کې له درملنې وروسته اوس رکه روغه ده، له ټولو غوښتنه کوي چې د ناروغۍ په لومړنیو پړاوونو کې ډاکتر مراجعه وکړي.

د روغتیا نړیواله سازمان په خبره، هر کال په افغانستان ۲۰ زره کسان د سرطان په بېلا بېلو ډولونو اخته کېږي، چې ۱۵ زره يې مري.
په افغانستان تر ټولو ډېر د تیو سرطان دی او په دوهم ګام کې د معدې سرطان راځي.











