شیخ حسینه؛ د بنګله دېش لومړۍ وزیره ولې په 'لکۍ' مشهوره شوه؟

د عکس سرچینه، Reuters
بنګله دېش کې یوې سېنما د دغه هېواد لومړۍ وزیرې شیخ حسینه په هکله فلم جوړ کړی دی.
خو دا فلم هغه وخت ورته په سرخوږي بدل شو چې د مېرمن حسینه یوه ملاتړي له دې سېنما محکمې ته د شکایت کولو ګواښ وکړ.
پوښتنه دا ده چې ولې داسې کېږي؟
په اصل کې د شیخ حسینه په هکله د فلم نوم تېروتنې سره لیکل شوی او مانا یې د لومړۍ وزیرې لکۍ راځي.
پلازمېنه ډاکه کې بلاک بسټر سینما اعلان کې لیکلي:
د حسینه: اې ډاټرز ټېل یا (Hasina: A Daughter's Tale ننداره روانه ده.
خو اعلان کې د ټېل (tale) چې د کیسې مانا لري توري بدل شوي او ټایل (tail) لیکل شوي چې لکۍ مانا لري.
دغه تېروتنه خواله رسنیو کې هم په بحث بدله شوې او حسینه په لکۍ لرلو مشهوره شوې، چې له امله یې د هغې یو ملاتړی سعد چوهدري غوسه شوی دی.
نوموړي سېنما ته ویلي چې تېروتنه سمه کړي او بښنه وغواړي، که داسې نه کوي نو داسې قانون سره به مخ شي چې په لسګونو میلیون ډالر به تاوان وکړي.
سعد چوهدري د بنګله دېش عوامي برېټش قانون زدکوونکو ټولنې مشر و.
هغه وايي، دا خبرداری یې د ډلې له خوا نه بلکې شخصي دی.
د سعد وکیل نوروز چوهدري وايي، چې موخه یې د دې تېروتنې سملاسي سمول دي.
په قانوني خبرداري کې سعد چوهدري ځان د شیخ حسینه کلک ملاتړی بللی دی.

د عکس سرچینه، Social Media
له خبرداري وروسته د سېنما مالکانو د فلم مشهورولو موادو کې دا تېروتنه سمه کړه.
خواله رسنیو کې هم دې مسلې ته هوا ور کول کېږي.
فیسبوک کارن مقبول حسین لیکي: څه ووایم، وخاندم که وژاړم؟ له کیسې لکۍ جوړه شوه، ډېره بده ده.
بل کارن ثقلین شمعون لیکي: یار دا خو املايي تېروتنه ده، داسې ښکاري چې د میاشي مړه کولو لپاره توپونه کاروئ.
حسینه ا ډاټرز ټېل د شیخ حسینه کیسه ده، چې د بنګله دېش د لومړني ولسمشر شیخ مجیب الرحمان لور ده.
ډاکه ټریبیون دا فلم مستنده ډرامه بولي، چې کیسه پکې د شیخ حسینه لور شیخ ریحانه وايي.
د بنګله دېش د مالیې وزیر عبدالمحیط له ډاکه ټریبیون سره خبرو کې ویلي چې دا په زړه پورې فلم دی او ده ترې ډېر نوي څه زده کړي دي.








