مراکشۍ خپل مین وژلی، پوخ کړی او پاکستاني کارګرانو ته یې وریجو کې ورکړی

د عکس سرچینه، Getty Images
گلف نيوز ورځپاڼې ليکلي چې په عربي اماراتو کې پر يوې مراکشۍ توکمې تور پورې شوى چې خپل مين يې وژلى، ټوټې ټوټې کړى، غوښه يې ورته له وريجو سره پخه کړې او بيا يې خپل کورته نژدې د ودانۍ پر ېو شمېر کارگرانو خوړلې.
ورځپاڼه وايي په دې ښځې هغه مهال پوليس پوه شول چې د دې د مين ورور کورته ورغى او د انسان يو غاښ يې د کوفتې په ماشين کې وموند.
دغې دېرش کلنې ښځې پوليسو ته ويلي چې اووه کاله يې له مالي پلوه دغه کس چې شل کاله عمر يې درلود سمبالاوه او کله چې هغه يې د پرېښودو پرېکړه وکړه نو دا په غوسه شوه او ویې واژه.
د عربي متحده اماراتو څارنوالي وايي، دغې مراکشۍ خپل مین نژدې درې میاشتې وړاندې العین ښار کې وژلی و.
د اماراتو انګلیسي "ده نېشنل" ورځپاڼې ویلي، یادې ښځې په څېړنو کې ویلي، دا جرم د "لېونتوب شېبه" کې شوی.
ویل کېږي دا ښځه به محاکمه شي.
یاده ښځه او مین یې اوه کاله یوځای اوسېدل، خو پای کې مین ورته وویل چې غواړي له یوې بلې مراکشۍ نجلۍ سره کوزده وکړي.
که څه هم پولیسو د قتل د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ښځې د خپل مین د بدن ټوټې او غوښه له وریجو سره پخه کړې او د خپل کور څنګه ته یوه پروژه کې یې پاکستاني کارګرانو ته ورکړې دي.
پولیسو دا ښځه روغتون ته بېولې چې د عقلي روغتیا څرک یې ولګوي.








