هند کې د اسلامي نومونو پر ضد کمپاین کېږي؟

اله اباد

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د اله اباد نوم پریاګراج ته اړول شوی
    • Author, سوتیک بسواس
    • دنده, بي بي سي هند

ځینې خلکو ته ښايي د ښارونو او کلیو نومونه ډېر مهم نه وي، خو په هند کې دا خورا مهمه موضوع ده.

له خپلواکۍ راهیسې بمبۍ په ممبۍ، کلکته په کولکتې او مدراس په چنای بدل شوي، او د نژدې ۱۰۰ نورو مشهورو ښارونو او سیمو نومونه بدل شوي دي.

ځینې نومونه چې انګرېزانو لنډ کړي وو، اوس بشپړ یادېږي او د هغه مهال یو شمېر نومونه بیا له سره رد شوي دي.

د پېژندګلوۍ ویاړ، کلتوري برم او ژبنیزه توکمپالنه پخوا هم هند کې د نومومونو ادلون بدلون سبب شوې، خو اوس داسې ښکاري چې د هندو توکمپالنې مرکزیت ښکاره کولو لپاره د لومړي وزیر نرېندرا مودي بي جي پي واکمن ګوند د نومونونو بدلولو یوه نوې لړۍ پیل کړې.

پیل یې تېره جولای کې د برتانوي واکمنۍ مهال د یوه مشهور اورګاډي تم ځای مغل سرای د نوم له بدلونه وشو، چې اتر پردېش کې واکمن ګوند خپل فکري بنسټګر دیندیال اوپادیا ته واړاوه.

تېره میاشت د همدې ایالت د مشهور اله اباد ښار نوم پریاګراج ته واړول شو.

په ظاهره داسې ښکاري چې دا نوم د هندو مذهبو لرغوني عبادت ځای په توګه د دغه ښار مشخص کولو لپاره واړول شو.

په دې ښار کې هغه درې سیندونه سره یو ځای کېږي چې د هندوانو له عقیدې سره سم سپیڅلي دي، خو د بي جي پي ګوندي مشرانو ته له دې کبله اله اباد نوم خوند نه ورکاوه، چې ۴۳۵ کاله پخوا یوه مسلمان واکمن دا نوم ورکړی و.

پر دې هم بسنه ونه شوه او د ځايي حکومت له لوري چې یو ناندریز هندو مذهبي مشر یې واکمن دی، د فیض اباد نوم ایودیا ته واړول شو.

دغه ځای د هندوانو د معبود رام زېږنځای بلل کېږي.

همدغه ځای کې یوه ډله سخت دریځو هندوانو ۱۹۹۲ کال کې د بابري په نامه یو لرغونی جومات نړولی و او له هغه وروسته تاوتریخوالي کې نژدې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي وو.

اوس بي جې پي مشران غواړي اګرې ته هم د هندوانو د خوښې نوم ورکړي، چې مشهور تاج محل پکې موقعیت لري او دغه راز په ګجرات کې د احمد اباد ښار نوم هم بدل کړي.

د سږ کال پیل کې بي جې پي مسوولینو وویل، چې راجستان ایالت کې د درېیو کلیو (اسلامي) نومونه بدل شوي دي.

ډیلی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اورنګزیب واټ نوم عبدالکلام ته اړول شوی

د ډیلي پوهنتون استاد ګګن پریت سینګ په هند کې د نومونو بدلولو سیاست د میراث ملي کولو بهیر بولي.

دا هم رښتیا دي چې بي جې پي د پلازمېنې ډیلي مرکزي برخه کې د مغول پاچا اورنګزیب په نوم نومول شوي سړک نوم د پخواني ولسمشر عبدالکلام نوم ته واړاوه، چې د هند توغندیز پروګرام موسس دی.

لیکوال اتش تاثیر وايي، 'دا د یوه شریر مسلمان له نومه د یوه وطن دوسته مسلمان نوم ته اړول وو.'

دا ویل ګرانه ده چې ولې به د هند اکثریت هندوان په خپل هېواد کې ځان پردی بولي او یا د بي جې پي مشرانو ته څنګه دوی ځپل شوي ښکاري.

د هند له ۶۷۷۰۰۰ کلیو نه له اووه زره ډېر یوازې د رام یا کرشنا په نامه یادېږي، چې د هندو مذهب استازولي کوي او د مغول پاچا اکبر نوم یوازې له ۲۳۴ کلیو سره یادیږي.

د ښارونو او کلیو نومونو بدلول په نوره نړۍ کې هم شته او په ځینې هېوادونو کې یې لاملونه هم هند ته ورته دي، خو اعتراض کونکي وايي په هند کې د اسلامي نومونو بدلول د مسلمانانو کمزوري کولو او د هېواد په تاریخ کې د دوی له ونډې د انکار په معنی دی.

احمد اباد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د احمد اباد نوم اړولو لپاره هم غوښتنه شوې

دوی دغه چاره له ګاونډي پاکستان سره پرتله کوي، چې د ډېرو سیمو نومونه یې د مسلمانو اتلانو نومونو ته اړولي دي.

تاریخ پوه عرفان حبیب وايي، 'تاریخ تر ټولو لومړی د سیاست له لاسه ځپل کېږي.'

داسې حال کې چې ټولټاکنو ته یوازې پنځه میاشتې وخت پاتې دی، د نومونو د بدلون سیاست د رایې ورکونکو پام ځانته کولو هڅه هم بلل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي مارچ میاشت کې پارلمان ته وویل، داسې ۲۷ وړاندیزونه یې تر لاسه کړي، چې د کلیو، اورګاډي تم ځایونو یا ښارونو نومونو بدلولو غوښتنه پکې شوې.

دغسې ډېر وړاندیزونه له راجستان او هریانه ایالتونو راغلي چې بي جې پي ګوند پکې واکمن دی.

سملاسي داسې کومې نښې نښانۍ نشته، چې ګواکې د نومونو بدلون سره د ګوند ملاتړي ډېر شوي او کوم احتجاج هم نه لیدل کېږي. ټولنپوه سنجې سریواستیو راته وویل:

''که په رښتینې مانا پراخ بدلون نه وي، د نومونو بدلون ته هم د بدلون په نظر کتل کېږي. زه فکر نه کوم څوک به دې ته ډېر پام وکړي. دا د رایې ګټلو موضوع هم نه ښکاري، خو یوازې په هره برخه کې د بي جې پي بڼه قاطع او غوڅه ثابتوي. دا رښتیا هم یو نمایشي سیاست دی''.