د ۲ میلیونه کلن تاریخ څرک په انځورونو کې

تبر ته ورته دغه ډبرینه اله له تامل ناډو سیمې موندل شوې او ویل کېږي مخینه یې یو میلیون کلونو ته رسېږي.

د عکس سرچینه، Sharma Centre for Heritage Education, Chennai

د عکس تشریح، تبر ته ورته دغه ډبرینه اله له تامل ناډو سیمې موندل شوې او ویل کېږي مخینه یې یو میلیون کلونو ته رسېږي.

د هند ممبۍ ښار کې د ۲ میلیونو کلونو تاریخ په تړاو یو نندارتون جوړ شوی دی. دغه نندارتون ته د 'هند او نړۍ: یو تاریخ په نهو کیسو کې ' نوم ورکړل شوی دی.

نندارتون کې ایښي، ۲۲۸ مجسمې، لوښي او نایاب انځورونه د دوی پنځونې د مهال له مخې په نهوو پړاونو وېشل شوي دي.

نندارتون د نومبر له ۱۱ پیل شوی او د فبروري تر ۱۸ پورې به د ممبۍ تر ټولو لوی موزیم چتر پتي شیواجي واستیو کې دوام لري.

له هغه وروسته به نندارتون ډیلي کې پرانیستل شي.

د موزیم مشر سبیساجي مکهرجي وايي، 'هدف د هند او نړۍ تر منځ د اړیکې موندل او ارزونه ده. '

له بېلا بېلو شخصي او دولتي مویمونو نه دغه نندارتون ته ۱۰۰ داسې تاریخي اثار راوړل شوي دي، چې د هند تاریخ مهم پړاوونه انځوروي.

نندارتون کې د هغو فعالیتونو څرک هم لیدل کېږي، چې کلونه مخکې د نړۍ نورو برخو کې روان وو. دغه نندارتون ته د لندن له برټش موزیمه هم ۱۲۴ اثار راوړل شوي دي او ښايي دا لومړی ځل دی، چې دغه اثار له برټش موزیمه بهر ته لېږدول کېږي.

لوښي

د عکس سرچینه، TAPI Collection of Praful and Shilpa Shah, Surat

دغه انځور کې د ’بلوچستان لوښی‘ (۲۸۰۰-۳۵۰۰ ق م) وینو۔ د ډبرې زمانې دغه لوښی د بلوچستان له مهر ګړ سیمې موندل شوی و. له دغې سیمې د نورو موندل شویو لوښیو غوندې پر دغه لوښي هم د بېلا بېلو رنګونو نقاشي شوې ده، چې مخکینیو زمانو کې دود و.

دغه لوښي د خوړو او اوبو لپاره کارېدل او په ځینې دودیزو چارو کې هم ورنه کار اخیستل کېده. دغه لوښي به د مړو په وروستیو مراسمو کې هم کارېدل او له ځینو قبرونو دغه ډول لوښي موندل شوي دي.

غویی

د عکس سرچینه، Haryana State Archaeology and Museums

د غوايي دغه ډبرینه مجسمه چې د سرو زرو ښکرونه لري، د هند له هریانه ایالته موندل شوی و. د هند لوېدیځ کې هم د غوایانو دغه ډول مجسمې جوړول دود وې.

اشوکا پتھر

د عکس سرچینه، CSMVS

د اشوک پاچا دغه حکم پر یوه توره ډبره (۲۵۰ قبل المیلاد) لیکل شوی و. اشوکا د هند له ځواکمنو پاچاهانو یو بلل کېږي. د ډبرې دغه ټوټه ممبۍ ته نژدې له سوپارا سیمې موندل شوې وه.

کشن

د عکس سرچینه، National Museum, New Delhi

د دغې مجسمې (۱۵۰ میلادي پېړۍ) په تړاو داسې فکر کېږي، چې د کشن پاچا ده. کشن کورنۍ لومړۍ میلادي پېړۍ پر مهال د هند په شمال او د منځنۍ اسیا یو شمېر سیمو کې واکمن وو. په ظاهره داسې ښکاري، چې دا د یوې لویې مجسمې برخه ده. دغه ډول ډېرې مجسې د هند له میترا سیمې موندل شوې، چې د کشن واکمنۍ پلازمېنه وه.

بدھا

د عکس سرچینه، CSMVS, Mumbai

له ژړو جوړه دغه بدها مجسمه (۱۰۰۰-۹۰۰ میلادي) له تامل ناډو سیمې موندل شوې وه.بده د سولې، حکمت او ځېرکتیا سمبول بلل کېږي. د چولا کورنۍ واکمنۍ پر مهال د هند سویلي سیمې د بودهايي فلسفې مهم مرکزونه بلل کېدل. د بده پر سر لمبه د هغه د عقل سمبول بلل کېږي، دغه ډول مجسمې سریلانکا او سویل ختیځه اسیا کې هم موندل شوې دي.

جہانگیر

د عکس سرچینه، National Museum, New Delhi

د مغول واکمن جهانګیر دغه انځور چې لاسونو کې یې د مریم تصویر لیدل کېږي له اوبلن رنګ او سرو زرو د کاغذ پر مخ جوړ شوی. دغه انځور نندارتون ته له اترپردېش ایالته راوړل شوی دی، چې د مغولو واکمنۍ مرکز و.

جہانگیر

د عکس سرچینه، The British Museum

ډچ انځورګر ریمبران د مغول پاچا جهانګیر(۱۶۵۶-۱۶۶۱) دغه انځور کښلی. د ریمبران د انځورګرۍ مهمه موضوع د مغولو دربار دی. د نوموړي دغه ډول یو شمېر انځورونه د ډچ سوداګرو په لاس اروپا ته رسېدلي.

چرخہ

د عکس سرچینه، Mani Bhavan Gandhi Sangrahalaya, Mumbai

د هند خپلواکۍ مبارزه کې څرخ یو مهم سمبول بلل کېده. مهاتما ګاندي هندیانو فکرونو کې د خپلواکۍ جذبه وپاروله. هغه هندیانو ته مشوره ورکړه، چې د برتانوي مصنوعاتو پر ځای په هند کې د اوبدل شویو ټوکرانو کاروولو مشوره ورکړه. دغه څرخ د ممبۍ له مني بهون نه نندارتون ته راوړل شوې، چې ۱۷ کلونه د مهاتما ګاندي د سیاسي خوځښت مرکز و.

دغه نندارتون د سي ایس ایم وې ممبۍ، نیشنل موزیم ډیلي او لندن برټش موزیم په ګډون جوړ شوی دی.