برتانیا کې د مسلمانانو پر ضد مذهبي کرکه ډېره شوې

برتانیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکي وايي، د مذهبي کرکې له مخې ډېر بریدونه پر مسلمانانو شوي دي

برتانیا کې پر اوسېدونکو ځینې خلکو د دوی د مذهبي عقیدو له کبله د بریدونو کچه د تېر کال پرتله ۴۰ سلنه ډېره شوي دي.

ویل کېږي دغه هېواد کې له نیمايي هم یو څه زیات یا ۵۲ سلنه بریدونه پر مسلمانانو شوي دي.

پروسږکال دغه ډول بریدونه ۵۹۴۹ او سږکال ۸۳۳۶ بلل شوي دي.

برتانیا کې له یو چا سره د هغوی د مذهبي عقیدې، توکم، رنګ، جنسیت، معلولیت یا جنسیتي بدلون له کبله ناوړه چلند (د کرکې جرم) په نامه حمله بلل کېږي او قانوني مجازات لري.

دې کې په خوله بد رد ویل، ډارول، ګواښل، ځورول، حمله او یا سپکې سپورې ویل ټول شامل دي.

اسلام، عیسیوت، هندو، یهودیت، سیک، بدایزم هغه مذهبونه دي، چې پر ضد یې فعالیت د پولیسو له نظره د کرکې جرم بلل کېږي او دوی دغه راز ملحدتوب، نور او نامعلوم هم دوی په ځانګړیو کټګوریو کې شامل کړي دي.

د برتانوي پولیسو په وینا په هېواد کې د ۲۰۱۲/۱۳ پرتله د کرکې پر بنسټ بریدونه دوه برابره شوي دي.

مسلمانې ښځې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، .پروسږکال دغه ډول بریدونه ۵۹۴۹ او سږکال ۸۳۳۶ بلل شوي دي.

که څه هم تر یوه حده د بریدونو شمېر ډېرېدو سبب د دغسې جرمونو په اړه رپوټ ورکولو تګلارې اسانه کېدل دی، خو د برېګزیټ یا له اروپايي اتحادیې د برتانیا وتلو پرېکړې او د تېر کال ترهګریزو بریدونو سره هم داسې خال خال پېښې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت رپوټ کې ویل شوي د پېښو شمېر ډېرېدو پر ځای د زیاتوالي ډېره برخه 'ښايي د پولیسو لخوا د جرمونو پېژندنې لارې چارې اسانول او ثبتول وي، ځکه اوس ډېر خلک د دغسې جرمونو په اړه رپوټ ورکولو لپاره راوړاندې کېږي. '

دغه شمېرې داسې مهال خپرېږي، چې د کورنیو چارو وزارت د تعصب یا کرکې پر بنسټ د نارینه وو خلاف بریدونو موضوع ته هم بیا کتنه کوي او که دغه عمل هم د کرکې جرمونو په لست کې شامل شي، ښايي نورې سختې سزاوې وټاکل شي.

تېره میاشت قانوني کمېسیون د ناخوښۍ، تحقیر یا کرکې پر بنسټ له ښځو سره چلند ته کرکجن جرم په توګه د بیا کتنې اعلان وکړ. اوس ویل شوي، چې له نارینه وو سره پر ورته چلند به هم له سره غور کېږي.

د برتانیا پارلمان کې د کورنیو چارو لپاره د ګومارل شوې کمېټې مشره یویتې کووپر وايي: کرکجن بریدونه د قربانیانو لپاره تباه کونکي کېدای شي، دغسې کړنې د ټولنې خلک له یوه بله لرې کوي او په خطرناکه توګه له سخت دریځۍ سره تړلي دي.

نوموړې د حکومت نوې ستراتيژۍ ستاینې تر څنګ وویل:

''په ځانګړې توګه د انټرنېټ برخه کې ډېر نور څه هم باید وشي. ''