لندن کې د ترهګرۍ غندلو اسلامي کنفرانس جوړېږي

د ''منهاج القرآن الإسلامية'' ډله تمه کوي چې شاوخوا ۱۲ زره مسلمانان به د لندن په ویمبلي کې د ''سوله د انسانیت لپاره'' په نامه کنفرانس کې سره راغونډ شي.
په پام کې ده چې د ۲۰۱۲ کال په راتلو سره به، دغه کنفرانس د انټرنېټ له لارې د خلکو د هڅولو یو داسې کمپاین پیل کړي، چې شعار به یې '' د سولې اعلان'' وي.
ډاکټر طاهر القادري وايي، دغه کنفرانس به دا پیغام ولري چې ''له لس کلنې سخت دريځۍ وروسته، باید نوره سخت دريځي ورکه شي.''
د ویلو ده چې القادري د منهاج القرآن ډلې بنسټګر دی، چې د جوړېدونکي کنفرانس اصلي ویندويي یې هم پرغاړه اخیستې ده.
یوه ديني عالم بي بي سي ته وویل، په دې کنفرانس سره به د سپتمبر د یوولسمې یاد تازه کړل شي او دا پیغام به خلکو ته ورسول شي چې انسانان باید د سخت دريځۍ پرضد یو موټی شي.
دی زیاتوي''موږ باید په ګډه د اسلامي ترهګرۍ پرضد سره یو شو، چې په دې سره به سوله، مینه او ورورګلوي راشي. ''
محمد طاهر القادري
نوموړی د ۱۹۵۱ د فبرورۍ پر ۱۹مه زیږېدلی، اصلي ټاټوبی یې پاکستان دی، چې دا مهال په لاهور کې د منهاج نړیوال پوهنتون هم چلوي.
طاهر القادري د ۲۰۰۹ د مارچ پر دویمه په لندن کې د یوه خبري کنفرانس له لارې ځانمرګي برید کوونکي (انتحاریان) ''نامسلمان او زندیق (کافر) بللي دي.''
نوموړي په دې اړه یوه ۶۰۰ مخیزه فتوا هم خپره کړې، او د القاعدې شبکه یې ''پخوانی شر، په نوي نامه'' سره یاد کړې ده.








