جرمني: د اعتراض په ډول د" هټلرسلام "لېوانو مجسمې نندارې ته اېښودل شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې یوه هېواد کې چې د نازیانو سمبولونه ناقانونه دي، د لېوه د داسې مجسمې لیدل چې د هټلر په ډول یې سلام کړی وي د معمول خلاف ښکاري.
خو د لوېدیځ جرمني په کېمنتز ښار کې لس د برونزو مجسمې نندارې ته اېښودل شوي چې د نندارې جوړوونکو په وینا د "مخ په ډېرېدونکې کرکې"پر ضد یې اعتراض کړی.
د لېوانو په مجسمو کې ځینې برید ته چمتو دي او د ځینو سترګې تړلې دي.
د جرمني په دغه ښار کې وروسته له هغه اوضاع ترینګلې شوه چې په څو اوونۍ وړاندې د یوه جرمن د وژل کېدو تور په دوو کډوالو پورې شو.
د رپوټونو پر بنسټ افراطي ښی اړخي اعتراض کوونکي تل د هټلر په ډول سلام کوي او کډوالو او خبریالانو پسې وي.
دغو مجسمو ته "لېوان بیا راغلي"نوم ورکړل شوی چې جوړوونکي یې وايي ځکه یې دا غوره کړی چې دواړه، نازیان او اوسني افراطي ښۍ اړخې ډلې ډېری مهال ځانونه "لېوان"بولي.
دغه لېوان د رېنر اوپولکا په نامه هنرمن جوړ کړي او کېمنتز ښار کې د کارل مارکس د مشهورې مجسمې سره به د پنجشنبې تر ماښام پاتې شي.
له دې سره به داسې لوحې ملې وي چې افراطي ښۍ اړخې ډلې د "ټولو ستونزو مور"بولي.
دا د توکمپالنې پر وړاندې په کېمنتز ښار کې لومړنی اعتراض نه دی.
تېره اوونۍ تر ۶۰ زرو ډېرو کسانو د افراطي ښی اړخو پر وړاندې په یوه وړیا کنسرت کې برخه واخیسته.










