جرمن کلیوال غواړي 'هټلر زنګ' پر ځای پاتې شي

د عکس سرچینه، AFP/DPA
د جرمني یوه کلي اوسېدونکو د نازیانو واکمنۍ مهال هغه زنګ، جرس لېرې کولو وړاندیز خلاف رایې ورکړي، چې د هټلر نوم او د نازیانو نښان پرې کښل شوي دي.
د جرمني یوه کلي اوسېدونکي غواړي کلیسا کې یې د اډولف هټلر د واکمنۍ مهال نصب شوی ناندریز جرس پر خپل ځای پاتې شي.
د هیرکشیم اوسېدونکو شورا وايي له برونزو دغه جوړ زنګ چې د نازیانو نښان 'سواستیکا ' پرې کېندل شوی، ولس ته خپله توره ماضي ور په زړه کوي. پر دغه جرس دا هم لیکل شوي چې "هرڅه د پلرني ټاټوبي لپاره".
د کلي شورا د دغه زنګ بدل کې د بل یوه تنصیب وړاندیز د ۳ مقابل کې په ۱۰ رايو رد کړ.
دغې کلیسا ته ورتلونکي وايي، د ودونو او ماشومانو زېږدېدو یادونه یې له همدې 'هټلر زنګ ' سره تړلي دي.
د شورا یو شمېر غړي وايي دغه جرس چې ۱۹۳۴ کال کې کلیسا کې ځای پر ځای شوی و، 'روغې جوړې ته د انګېزې او دغه راز د تشدد او بې عدالتۍ خلاف یو یادګار دی. ' اوس به دغه ۱۰۰۰ کلنه تاریخي کلیسا کې د یاد ۲۰۰ کیلوګرامه وزن لرونکي زنګ د تاریخ په اړه معلومات ځوړند شي.
سویل لوېدیځ جرمني هیرکشیم امبیرګ کلی د دغه زنګ کتیبې له کبله رسنیو کې مشهور شو، چې له هر ربع ساعت وروسته کړنګېږي او مخکې یې په اړه معلومات نه وو.
د سیمې پخواني ښاروال رولاند بېکر پروسږ کال له هغو نیوکو وروسته استعفا وکړه، چې ګواکې د زنګ دفاع تر څنګ د نازیانو واکمنۍ مهال جرمني دفاع کوي.

د عکس سرچینه، THOMAS LOHNES/GETTY
یو شمېر کلیوالو سره داسې اندېښنه ده، چې ښايي د دغه زنګ له کبله د کلیسا پر شهرت منفي اغېز وشي او ځینې نور بیا وايي کېدای شي، نیو نازي ډلې دغه زنګ ته متوجه شي. یو شمېر بیا وايي د زنګ له لېرې کېدو سره به د کلي تاریخ په اوبو لاهو شي.








