د هېټلر ټیلیفون په ۲۴۳ زره امریکایي ډالرو خرڅ شو

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
د جرمني پخواني دیکتاتور اډولف هېټلر چې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال کوم ټیلیفون کارولی و، اوس په ۲۴۳ زره امریکایي ډالرو پېرل شوی دی.
د ټېلفون اخیستونکي کس هویت نه دی په ډاګه شوی.
د یکشنبې په ورځ د امریکا په مریلېنډ کې دغه ټیلیفون مزایدې ته وړاندې شوی و. د مسوولینو په وینا لومړنی مزایده ۱۰۰ زره امریکایي ډالره وه.
پر دغه سور رنګي ټیلیفون د جرمني دیکتاتور هېټلر نوم هم کښل شوی او دا برلین کې له ځمکې لاندې یوه پټنځي نه په ۱۹۴۵ کال کې ترلاسه شوی و.
د جرمني تر تسلیمېدو وروسته روسي پوځیانو دا ټیلیفون بریتانوی قومندان سر راف رینر ته د یادګار په توګه ډالۍ کړې وه.
د الکساندر هسټوریکل اکشنز په نوم د مزایدې مرکز دا ټیلیفون خرڅ کړ.
تردې وړاندې د مزایدې دغه مرکز مسوولینو ویلي و چې د سر راف لور دا ټیلیفون خرڅوي او هغې هیله ښوولې وه چې بیه یې تر ۳۰۰ زره ډالرو لوړېدای شي.

د عکس سرچینه، EPA
د مزایدې دغه مرکز کارکوونکي بل پیناګوپلس اسوشیېټډ پرس ته ویلي و چې دا ټیلیفون "په پراخه کچه د بربادۍ پیلوونکې وسله وه" ځکه چې هېټلر کاروله او د هغې له لارې یې حکمونه صادرول، دغه ټیلیفون د جګړې پرمهال د ډېرو کسانو ژوند واخیست.
د یکشنبې په ورځ په شوي لیلام کې د یو الزاسي سپي مجسمه هم خرڅه شوه او دا هم د هېټلر ملکیت و. دا یوه بل کس په ۲۴۳ زره امریکایي ډالرو ترلاسه کړه.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES








