د اسراییلي سرتېري وهونکې فلسطینۍ پېغله له زندانه خوشې شوې

د ویډیو تشریح، دغه ۱۷ کلنه نجلۍ چې له تېر ډیسمبر میاشتې په زندان کې وه، په مارچ میاشت کې په ۸ میاشتې زندان او ۱۵۰۰ ډالر جریمې پرېکولو محکومه شوې وه.

اسراییلي چارواکي وايي، فلسطینۍ پېغله عهد تمیمي، چې څو میاشتې وړاندې یې په څپېړه د یوه اسراییلي سرتېري د وهلو ویډیو د خبرونو د سر موضوع وه، تر اته میاشتې زنداني کېدو وروسته خوشې شوې ده.

هغه ویډیو چې تېر کال هغې د خپل کور مخې ته اسراییلی سرتېری په څپېړه او لغته پکې وهلی و، پر خواله رسنیو ډېره ښکته او پورته شوې ده.

نوموړې د اسراییل لخوا د اشغال شوې فلسطینۍ لویديځې تړانګې په نبي صالح سیمه کې اوسېږي.

عهد تر خوشي کېدا وروسته
د عکس تشریح، عهد تر خوشي کېدا وروسته
.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، عهد تمیمي په محکمه کې له ۱۲ تورونو سره مخامخه وه

د عهد تمیمي له خوا د اسراییلي سرتېري د وهلو ویډیو د هغې مور نریمان اخیستې وه چې پر خپله فیسبوکپاڼه یې خپره کړه او ډېره لاس په لاس شوه.

دغه ۱۷ کلنه نجلۍ چې له تېر ډیسمبر میاشتې په زندان کې وه، په مارچ میاشت کې په ۸ میاشتې زندان او ۱۵۰۰ ډالر جریمې پرېکولو محکومه شوې وه.

عهد تمیمي او مور یې نریمان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د عهد تمیمي له خوا د اسراییلي سرتېري د وهلو ویډیو د هغې مور نریمان اخیستې وه چې پر خپله فیسبوکپاڼه یې خپره کړه او ډېره لاس په لاس شوه.

نوموړې په محکمه کې له ۱۲ تورونو سره مخامخه وه چې له ډلې یې یو په پوځي کالیو کې پر اسراییلي سرتېري د څپېړې ګوزار هم و.

هغې یوازې د ۴ تورونو په منلو هڅه وکړه له درانه محکومیته ځان وساتي.

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د اغلې تمیمي پلویانو د انټرنټي کمپاین له لارې د هغې د خوشې کولو په پار څه کم دوه میلیونه لاسلیکونه ټول کړي وو.

په تېر ډیسمبر کې چې پر خواله رسنیو د عهد تمیمي له خوا د اسراییلي سرتېري په څپېړه وهلو ویډیو لاس په لاس کېده، پلار یې اسراییلۍ ورځپاڼې (یدیعوت احرنوت) ته ویلي وو، هغه څه چې په ویډیو کې دي تر هغه وروسته پېښ شول چې اسراییلی سرتېری یې د کور انګړ ته ننوت، اوښلن ګاز یې وکارول او د کوټو کړکۍ یې ماتې کړې.

خو پخپله عهد تمیمي تر محکمې وړاندې ویلي، ځکه یې پر اسراییلي سرتېري ګوزار وکړ چې هغوی یې یو ۱۵ کلن خپلوان پر سر په ربړي مرمۍ ویشتلی و.

د عهد تمیمي پلویان د یوه انټرنټي کمپاین له لارې وتوانېدل له زندانه د هغې د ازادولو لپاره یو میلیون ۷۵۰ زره لاسلیکونه ټول کړي.

فلسطیني فعالان د اغلې تمیمي کارونه ستايي، خو ډېری اسراییلیان دغه فلسطینۍ پېغله تورنوي چې د اسراییلي ځواکونو د بدنامولو په پار کارول کېږي.

.

د عکس سرچینه، youtube

د عکس تشریح، په دغه عکس کې هم چې عهد تمیمي پکې یوولس کلنه ده، یو اسراییلی سرتېری یې په سوک وهلو ګواښلی دی
دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

د عهد التمیمي پلار وايي: "له زندان تر وتلو وروسته به مې لور د اسرائیلي ښکېلاک ضد مبارزې راونه ګرځوم".

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د التمیمي تر خوشي کېدا وروسته د هغې ځینو مینه والو پر خواله رسنیو لیکليو چې "د ازادۍ لمر راختونکی دی"

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 4