تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسراییلي سرتېري وهونکې فلسطینۍ پېغله له زندانه خوشې شوې
اسراییلي چارواکي وايي، فلسطینۍ پېغله عهد تمیمي، چې څو میاشتې وړاندې یې په څپېړه د یوه اسراییلي سرتېري د وهلو ویډیو د خبرونو د سر موضوع وه، تر اته میاشتې زنداني کېدو وروسته خوشې شوې ده.
هغه ویډیو چې تېر کال هغې د خپل کور مخې ته اسراییلی سرتېری په څپېړه او لغته پکې وهلی و، پر خواله رسنیو ډېره ښکته او پورته شوې ده.
نوموړې د اسراییل لخوا د اشغال شوې فلسطینۍ لویديځې تړانګې په نبي صالح سیمه کې اوسېږي.
د عهد تمیمي له خوا د اسراییلي سرتېري د وهلو ویډیو د هغې مور نریمان اخیستې وه چې پر خپله فیسبوکپاڼه یې خپره کړه او ډېره لاس په لاس شوه.
دغه ۱۷ کلنه نجلۍ چې له تېر ډیسمبر میاشتې په زندان کې وه، په مارچ میاشت کې په ۸ میاشتې زندان او ۱۵۰۰ ډالر جریمې پرېکولو محکومه شوې وه.
نوموړې په محکمه کې له ۱۲ تورونو سره مخامخه وه چې له ډلې یې یو په پوځي کالیو کې پر اسراییلي سرتېري د څپېړې ګوزار هم و.
هغې یوازې د ۴ تورونو په منلو هڅه وکړه له درانه محکومیته ځان وساتي.
په تېر ډیسمبر کې چې پر خواله رسنیو د عهد تمیمي له خوا د اسراییلي سرتېري په څپېړه وهلو ویډیو لاس په لاس کېده، پلار یې اسراییلۍ ورځپاڼې (یدیعوت احرنوت) ته ویلي وو، هغه څه چې په ویډیو کې دي تر هغه وروسته پېښ شول چې اسراییلی سرتېری یې د کور انګړ ته ننوت، اوښلن ګاز یې وکارول او د کوټو کړکۍ یې ماتې کړې.
خو پخپله عهد تمیمي تر محکمې وړاندې ویلي، ځکه یې پر اسراییلي سرتېري ګوزار وکړ چې هغوی یې یو ۱۵ کلن خپلوان پر سر په ربړي مرمۍ ویشتلی و.
د عهد تمیمي پلویان د یوه انټرنټي کمپاین له لارې وتوانېدل له زندانه د هغې د ازادولو لپاره یو میلیون ۷۵۰ زره لاسلیکونه ټول کړي.
فلسطیني فعالان د اغلې تمیمي کارونه ستايي، خو ډېری اسراییلیان دغه فلسطینۍ پېغله تورنوي چې د اسراییلي ځواکونو د بدنامولو په پار کارول کېږي.
د عهد التمیمي پلار وايي: "له زندان تر وتلو وروسته به مې لور د اسرائیلي ښکېلاک ضد مبارزې راونه ګرځوم".
د التمیمي تر خوشي کېدا وروسته د هغې ځینو مینه والو پر خواله رسنیو لیکليو چې "د ازادۍ لمر راختونکی دی"