تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا سفارت پرانستنې پر ضد مظاهرو کې ۵۹ فلسطینیان وژل شوي او نږدې ۲۷۰۰ ټپیان دي
د فلسطیني چارواکو په وینا لږ تر لږه ۵۹ فلسطینیان په غزه کې اسراییلي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
پر پوله دا شخړېوروسته له هغه را وټوکېدلې چې امریکا د دوشنبې په ورځ په بیت المقدس کې سفارت پرانیست.
اسراییل دغه ګام ستایي خو ګڼ شمېر فلسطینیان یې د غندلو په موخه راټول شوي دي.
د فلسطیني چارواکو په وینا په شخړو کې نږدې ۲۸۰۰ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
له ۲۰۱۴ کاله راهیسې دا فلسطینیانو ته تر ټولو خونړۍ ورځ بلل شوې ده.
غبرګون
د فلسطین کور واکی مشر محمد عباس د اسراییلي پوځ "ټولوژنه" غندي.
محمود عباس درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی او ویلي یې دي: "زموږ د خلکو ډلوژنه بیا روانه ده".
نوموړی وايي، بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لېږدول منځنی ختیځ نور هم بې ټیکاوه کوي.
ملګرو ملتونو هم د فلسطنیانو پر وژنه خواشیني ښودلې او د انساني حقونو له پښو لاندې کولو خورا شرمناکه پېښه یې بللې ده.
ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور او کویټ د فلسطینیانو د وروستۍ بوږنوونکې وژنې د ځنډولو لپاره د امنیت شورا د سملاسي غونډې غوښتنه کړې ده.
د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتن یاهو غزه کې د فلسطنیانو د وژنې په غبرګون کې وايي، چې هر هېواد له خپلو پولو د دفاع حق لري.
نوموړی د اسراییلي پوځیانو دا ګام له ځان دفاع بولي.
د سپینې ماڼۍ ویاند راج شاه وروستیو پېښو کې د فلسطین یوه ډله حماس ملامته بولي.
ښاغلي شاه رسنیو ته ویلي: د دې بریدونو مسوول یواځې حماس دی... حماس قصداً دا پاروونکی عمل وکړ.
دغه ګام ولې ناندرییز دی؟
د بیت المقدس برخلیک د اسراییلو او فلسطین د شخړې اصلي برخه جوړوي.
په بیت المقدس کې د اسراییلو واک د نړیوالو لخوا په رسمیت نه پېژندل کېږي.
د ۱۹۹۳ اسراییلو او فلسطین د سولې د هوکړې له مخې د بیت المقدس رسمي دریځ به د سولې په خبرو کې وروسته څرګندېږي.
فلسطینیان ختیځ بیت المقدس خپله راتلونکې پلازمېنه بولي او د امریکا دغه ګام د اسراییلو په لاس د دغه ښار د لاندې کېدو نښه بولي.
خو بل لور ته اسراییل بیا بیت المقدس خپله پلازمینه بولي.
په سلګونه نور فلسطینیان بیا د شپږو اونیو په موده کې د هغو مظاهرو په اوږدو کې ټپیان شوي چې دوی د سفارت د لېږدولو په مخالفت کې پیل کړې وې.
د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېر کال پرېکړه چې بیت المقدس یې د اسراییلو د پلازمینې په توګه وپېژاند او په دې اړه یې د امریکا د لسیزو بې طرفي ماته کړه د نړیوالو له مخالفت سره مخ شوه.
خو اسراییلو ختیځ بیت المقدس له ۱۹۶۷ څخه نیولی او له هماغه وخته یې استوګنځي پکې جوړ کړي چې شاوخوا ۲۰۰ زره یهودان په ختیځ بیت المقدس کې اوسېږي.
دا هر څه د نړیوال قانون له مخې غیر قانوني دي، خو اسراییل دا نه مني.
تر ۱۹۸۰ پورې ډېرو هېوادونو په بیت المقدس کې سفارتونه درلودل، خو کله چې اسراییلو قانون توشیح کړ او دا ښار یې خپله پلازمېنه وټاکه، ډیری هېوادونو خپل سفارتونه ترې وایستل.
نوې ودانۍ
یو وړوکی منځمهالی سفارت د امریکا د اوسنۍ قونسلګرۍ په ودانۍ کې پرانیستل شو.
لویه وداني به وروسته جوړه شي او سفارت به له تل ابیب ورته را ولېږدول شي.
د پرانیستلو غونډه له اصلي نیټې رامخکې شوه چې د اسراییلو د دولت جوړېدو له ۷۰ مې کلیزې سره سمون وخوري.
ولسمشر ټرمپ د ویډیو له لارې غونډې ته وینا وکړه.
د امریکا د مالیې وزیر سټیو منوچن او د ولسمشر ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ په دې مراسمو کې ګډون درلود.
ایوانکا ټرمپ د پرانیستې مراسمو کې وویل، د امریکا د ۴۵ ولسمشر له لوري تاسو ته یوریشلم کې اول ځل د امریکا سفارت کې هرکلی وایم.
د اسراییل لومړي وزیر هم دې مراسمو ته وینا کې وویل، نن تاریخ جوړ شو.
نوموړی د امریکا د ولسمشر، د هغه د لور او زوم ځانګړې مننه وکړه.
اروپایي ټولنې د پلازمېنې له انتقال سره کلک مخالفت څرګند کړی.