ټرمپ له کیم سره د سنګاپور په سینتوسه ټاپو کې ګوري

دا سرمشریزه به لومړۍ هغه وي چې د شمالي کوریا د مشر او د برحال امریکايي ولسمشر تر منځ کېږي.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، دا سرمشریزه به لومړۍ هغه وي چې د شمالي کوریا د مشر او د برحال امریکايي ولسمشر تر منځ کېږي.

سپینې ماڼۍ ویلي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون تر منځ غونډه به د سنګاپور په سینتوسه ټاپو کې په یوه هوټل کې وشي.

د جون د ۱۲مې دغه سرمشریزه دوه اونۍ مخکې د ښاغلي ټرمپ له لوري وروسته له هغه لغوه شوه چې د ښکېلو اړخونو لخوا یو بل ته توندې خبرې تبادله شوې.

تېره ورځ سه شنبه ښاغلي ټرمپ وویل چې هر څه سم روان دي.

امریکا غواړي چې ښاغلی کیم ژمنه وکړي چې له اتومي وسلو به لاس اخلي.

سپینې ماڼۍ همدارنګه تایید کړې چې سرمشریزه به کپېلا هوټل کې وشي.

د عکس سرچینه، REUTERS/CAPELLA SINGAPORE

د عکس تشریح، سپینې ماڼۍ همدارنګه تایید کړې چې سرمشریزه به کپېلا هوټل کې وشي.

خو ښکاره نه ده چې د سنګاپور په خبرو کې به نور څه وي. ښاغلي ټرمپ وړاندیز کړی چې لومړۍ غونډه به د اوږدو مذاکراتو پیل وي.

ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته د سه شنبې پر ورځ وویل "ډېرې ملګرتیاوې په جوړېدو دي، له سفر مخکې به ډېر مذاکرات وشي. دا ډېره مهمه ده، راتلونکې ورځې ډېرې مهمې دي."

دا سرمشریزه به لومړۍ هغه وي چې د شمالي کوریا د مشر او د برحال امریکايي ولسمشر تر منځ کېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز په یوه ټویټ کې لیکلي چې "له خپل کوربه سنګاپور مننه کوي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

سپینې ماڼۍ همدارنګه تایید کړې چې سرمشریزه به کپېلا هوټل کې وشي. خو داسې ښکاري چې دواړه مشران به بېل ځای اوسېږي.