"شمالي کوریا له امریکا سره خبرو ته د ۲ اټومي هېوادونو د خبرو په سترگه گوري"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي لندن
گارډين ورځپاڼې د شمالي کوريا د مشر کېم جونگ اون سره کتنې لپاره د ولسمشر ټرمپ د بيا هوکړې په تړاو لیکنه کړې.
ورځپاڼه وايي، د ولسمشر ټرمپ چلند سويلې کوريا کې ويره پېدا کړې، چې د امريکا او سويلي کوريا اړيکي خرابې نشي.
ځکه هغوى داسې انگېري چې ولسمشر ټرمپ د خپلو اسلافو پر تله خپل دوديز متحدين ډېر په پام کې نه نيسي او يو مخالف کولى شي د دواړو هېوادونو ترمنځ چاود يا درز رامنځته کړي.
ورځپاڼه وايي شنونکي په دې باور دي چې کېم جونگ اون به د خپلو اټومي وسلو له منځه وړلو ته غاړه کېنږدي ځکه دا وسلې يې پاېښت تضمينوي او د شمالي کوريا له ويناو داسې برېښي چې هغوى دې کتنې ته د دوو اټومي هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو په سترگه گوري.
نيويارک ټايمز
"هغه نور نومونه چې بايد يې هېر نه کړو" تر سرليک لاندې يوه شننه خپره کړې او وايي د افغانستان او عراق په خونړۍ جگړه کې د خپلو قرباني شويو سرتېرو ترڅنگ د جگړې نور قربانيان هم بايد ياد وساتو
ليکوال د "جې کايل وېنستن" په نامه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يو پخوانی کارمن دى.
هغه د افغانستان د لوگر ولايت پخوانی والي ارسلا جمال بېلگه راوړي او وايي زه هر کله د هغه په اړه هم فکر کوم.
د ده په وينا، کله چې ښاغلى جمال د خوست والي و امريکا يی سناتورانو ته یې چې افغانستان ته يې سفر کړى و وويل: شپې مهال پر کورونو چاپې د طالبانو ليکو ته د نويو کسانو ورماتېدل تضمينوي.
دى د ښاغلي جمال لاسته راوړنو ته اشاره کوي او وايي خو په جومات کې د ننه په بم والوځول شو.
ليکوال وايي په تېرو ١٧ کلونو کې سلگونه زره افغانان او عراقيان ووژل شول.
ډېر شمېر يې د داعش، طالبانو او القاعده په بريدونو کې ووژل شول خو د امريکايانو په بمبارۍ کې هم گڼ شمېر وژل شوي دي.
وژل شوي اکثريت بې گناه ولسي وگړي و.
دا افغانان هم مستحق دي چې ورته درناوى وشي.
اوټ لوک:

د عکس سرچینه، ndtv
هندۍ اوټ لوک ورځپاڼې د کرېکټ افغان ستوري راشد خان په تړاو مطلب خپور کړى او ليکلي دي چې نوموړي د کلکته راېډرز پر وړاندې د خپلې لوبډلې سنرايزر حيدراباد په لوبه کې د غوره لوبغالي گټلې جايزه د جلال اباد ښار لوبغالي کې د شوې چاودنې قربانيانو ته ډالۍ کړه.
ورځپاڼه وايي راشد خان دا کار په داسې حال کې وکړ چې د نوموړي هندي او افغان مينوال د هغه د تابعيت په تړاو د ټوکو په ډول سره ناندرۍ وهلې. ورځپاڼې په خواله رسنيو کې د هند له بهرنيو چارو وزيرې راشد خان ته اعزازي تابعيت ورکولو په تړاو د هغه د هندي مينوالو غوښتنو ته اشاره کړې او بيا يې دولسمشر غني ځواب هم راخيستى چې ويلي یې دي راشد خان چا ته نه ور کوو.








