تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ له کیم سره د سنګاپور په سینتوسه ټاپو کې ګوري
سپینې ماڼۍ ویلي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون تر منځ غونډه به د سنګاپور په سینتوسه ټاپو کې په یوه هوټل کې وشي.
د جون د ۱۲مې دغه سرمشریزه دوه اونۍ مخکې د ښاغلي ټرمپ له لوري وروسته له هغه لغوه شوه چې د ښکېلو اړخونو لخوا یو بل ته توندې خبرې تبادله شوې.
تېره ورځ سه شنبه ښاغلي ټرمپ وویل چې هر څه سم روان دي.
امریکا غواړي چې ښاغلی کیم ژمنه وکړي چې له اتومي وسلو به لاس اخلي.
خو ښکاره نه ده چې د سنګاپور په خبرو کې به نور څه وي. ښاغلي ټرمپ وړاندیز کړی چې لومړۍ غونډه به د اوږدو مذاکراتو پیل وي.
ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته د سه شنبې پر ورځ وویل "ډېرې ملګرتیاوې په جوړېدو دي، له سفر مخکې به ډېر مذاکرات وشي. دا ډېره مهمه ده، راتلونکې ورځې ډېرې مهمې دي."
دا سرمشریزه به لومړۍ هغه وي چې د شمالي کوریا د مشر او د برحال امریکايي ولسمشر تر منځ کېږي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز په یوه ټویټ کې لیکلي چې "له خپل کوربه سنګاپور مننه کوي."
سپینې ماڼۍ همدارنګه تایید کړې چې سرمشریزه به کپېلا هوټل کې وشي. خو داسې ښکاري چې دواړه مشران به بېل ځای اوسېږي.