تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"شمالي کوریا د اټومي وسلو د له منځه وړلو هوډ لري"
د سوېلي کوریا ولسمشر وايي د شمالي کوریا مشر د اټومي وسلو د یو مخ له منځه وړلو او د امریکا له ولسمشر سره د لیدلو هوډ لري.
د مون جایه دا خبرې د شمالي کوریا له مشر سره د تېرې ورځې تر لیدنې وروسته دي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ خبرغونډې ته وویل، له کېم جونګ اون سره لیدنه کې هوکړه شوې چې د جون پر ۱۲ سینګاپور کې د امریکا له ولسمشر سره لیدنه غواړي.
"ښاغلي کېم او ما هوکړه کړې چې د مهالوېش له مخې د جون پر ۱۲ لیدنه کامیابۍ سره غواړو او له اټومي وسلو د پاکې کوریا ټاپووزمې او سولې لپاره خپلې هڅې جاري ساتوي.
له دې مخکې سپینې ماڼۍ وویل، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او شمالي کوریا مشر ممکنه لیدنې ته د تیاري لپاره سینګاپور ته د بهرنیو چارو وزارت سره ګډ پلاوی استوي.
د لیدنې سخته هیله
د شمالي کوریا رسنیو هم له دې مخکې وویل، کېم جونګ اون له امریکايي ولسمشر سره سینګاپور کې د لیدلو سخته هیله لري.
ډونلډ ټرمپ تېره پنجشنبه د دې لیدنې د لغوه کولو خبره کړې وه،خو له پیونګ یانګ د سوله ییز پیغام له ترلاسولو وروسته یې خپله پرېکړه واخیسته.
د شنبې ورځې وروستیو کې یې وویل، دا خبرې به د جون پر ۱۲ وي او کوم بدلون پکې نه راځي.
په ورته مهال د شمالي کوریا خبري اژانس کي سي اېن اې وايي، د دواړو کوریاوو مشرانو د ژر ژر لیدلو هوکړه کړې ده.
د شمالي کوریا او سوېلي کوریا دواړو مشرانو( کېم جونګ اون او مون جایه) د شنبې په ورځ ناڅاپه سره ولیدل.
د ولسمشر مون جایه ویاند وايي، دواړو مشرانو نږدې دوه ګړۍ خبرو کې له ښه نیت سره خپل نظر یو بل ته ووایه.
د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د لوړې کچې لیدنې د بیا شوني کولو لپاره دا په تېرو څو میاشتو کې د مون جایه او کېم جونګ اون دویمه لیدنه ده.
د دوی د شنبې ورځې لیدنه په ځايي وخت د ماسپښین له دریو تر اوو بجو روانه وه.
د کوریاوو مشرانو پر څه خبرې وکړې؟
د سوېلي کوریا د ولسمشرۍ دفتر وايي، دواړو مشرانو د پیونګ یانګ او واشنګټن ترمنځ د ناستې پر بریالي کولو خبرې وکړې.
هممهاله د سپنې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز وویل، د پخواني پلان له مخې د بهرنیو چارو وزارت او سپنې ماڼۍ یوه ډله ممکنه سرمشریزې ته د تیاري نیولو لپاره د شنبې او یکشنبې په ورځ سینګاپور ته روانېږي.
یوه میاشت مخکې کېم جونګ اون د دواړو کوریاوو له ګډې پولې او اوربند کرښې پلی تېر او سوېلي کوریا کې یې له مون جایه سره ولیدل.
کېم جونګ اون د شمالي کوریا لومړنی مشر دی چې پر ۱۹۵۳ د دواړو هېوادونو له جګړې درېدلو وروسته اول ځل دغه هېواد ته ځي.
دواړو هېوادونو تراوسه د سولې تړون نه دی کړی.
پر ۲۰۰۰ او ۲۰۰۷ کلونو د شمالي کوریا پخواني مشر د سوېلي کوریا له مشر سره د خپل هېواد پلازمېنه پیونګ یانګ کې ولیدل.
ډونلډ ټرمپ ولې دریځ بدل کړ؟
د دواړو کوریاوو د تېرو څلورو اونیو مخکې لیدنه د کیم جونګ اون او ډونلد ټرمپ لیدنې ته د لار پرانیستلو لپاره وه، خو ډونلډ ټرمپ دا لیدنه لغوه کړه.
خو د شمالي او سوېلي کوریاوو د مشرانو له پرونۍ لیدنې وروسته بیا د واشنګټن او پیونګ یانګ سرمشریزې جوړېدلو ته هیلې پیدا شوې.
ډونلد ټرمپ چې دوه ورځې مخکې دا لیدنه لغوه کړه، د کوریاوو له اوسنۍ سرمشریزې وروسته یې تازه ټوېټ کې ویلي: خبرې رغنده وې، سینګاپور کې چې راتلونکې میاشت کومه لیدنه پلان شوې، ښايي وشي.
د پیونګ یانګ له غلیمانه څرګندونو وروسته ډونلد ټرمپ له کېم سره له لیدنې تېر شو.
خو کله چې شمالي کوریا سوله ییز پیغام ولېږه بیا د ټرمپ دریځ هم نرم شو.
سوېلي کوریا هم د ډونلډ ټرمپ د وروستیو خبرو هرکلی کړی دی.