تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ګواتیمالا د اورشیندي د مړو شمېر ۶۹ ته رسېدلی
د ګواتیمالا چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ د فیوګو اورشیندي د مستۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۹ ته لوړ شوی دی. د اورشیندي د مستۍ له امله سوځوونکو ځوښو یو شمېر کلي لاندې کړي او نړولي یې دي.
دمګړۍ د ګواتیمالا امنیتي ځواکونه له اور وژونکو سره یوځای شوي او د اورشیندي له امله د ورکو شویو کسانو لټه یې پیل کړې ده.
افرین ګونزالس چې له خپلې مېرمنې او یو کلنې لور سره د اورشیندي د ځوښې له امله له ایل روډیو کلي تښتېدلی، وايي، اړ شو خپل دوه زامن چې یو یې ۴ کلن او بل یې ۱۰ کلن و، په کور کې پرېږدي او وتښتي.
ورځ راباندې توره شپه شوه
جارج لیوس التوف چې د ژغورنډلې غړی دی، بي بي سي ته وویل، په یوه ورک شوي کس پسې مو لټه کوله چې متوجه شوم اورشیندی ناڅاپي په مستۍ راغلی دی.
هغه وايي، د خوندیتابه پر خولۍ مې څه لګېدل چې ما یې غږ اورېده، خو باران نه و بلکې د اورشیندي د ډبرو ټوټې او بڅري وو:
"کله چې د ایرو او دوړو جوپه زموږ خواته راغله، رڼا ورځ توره شپه شوه، داسې لکه چې د شپې لس بجې وي."
د فیوګو اورشیندي له امله د ګواتیمالا هوايي ډګر تړل شوی دی.
چارواکي وايي، دغه اورشیندي کابو ۱،۷ میلیونه وګړي اغېزمن کړي دي.
دا هم د لوستو دي