د پرویز مشرف د تذکرې او پاسپورټ ناچلېدو امر شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان حاکم ګوند مسلم لیګ نواز د خپل حکومت په وروستۍ ورځ د دغه هېواد د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د پېژند پاڼې او پاسپورت د بلاکولو حکم ورکړی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي بي بي سي ته ویلي چې د حکومت لخوا د مشرف پر وړاندې دا پرېکړه یې د ځانکړي عدالت د حکم پر بنسټ کړې.
د یحیی اپريدي په مشرۍ د ځانګړې محکمې درې کسیزه پلاوي له حکومته غوښتي وو چې د انټرپول په مرسته وطن ته د پرویز مشرف د بېرته راتګ لار هواره کړي.
د ځانګړې محکمې لخوا د دې پرېکړې له کولو وروسته قاضي یحیي اپریدی د پرېکړې له عملي کولو څخه په شا شوی و.
له هغه وروسته تر اوسه د پرویز مشرف پر وړاندې محکمې پرېکړه نه ده اورولې
پخوانی پوځي ولسمشر پرویز مشرف اوس په دوبۍ کې دی.
د کورنیو چارو وزارت په خبره، د پېژندپاڼې او پاسپورت له تړل کېدلو وروسته مشرف نه شي کولی بل هېواد ته سفر وکړي او نه هم په پاکستان او یا کوم بل هېواد کې جایداد اخیستلی شي.
د کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د پېژندپاڼې او پاسپورت له بلاک کېدلو وروسته تورن پرویز مشرف څخه د بانکي لېږد حق هم اخیستل کېږي.
د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف د ناروغۍ په پلمه د هغه وخت د شته حکومت په دوره کې له هېواده بهر تللی و.
د پاکستان د پېژندپاڼې د ورکولو اداره وایي، تراوسه یې په دې اړه له کورنیو چارو وزارت څخه کوم لیکلی حکم نه دی ترلاسه کړی، مګر دوی د وزارت د لوړ پوړو چارواکو له خولې په دې اړه خبر شوي دي.
د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته، د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند د پرویز مشرف پر وړاندې د قضیې له ثبتولو وروسته حکومت ته ننوت.
پخواني لومړي وزیر نواز شریف محکمه کې په خپلو خبرو کې ویلي وو چې د هغه په خلاف ځکه په محکمه کې دوسیه اچول شوې وه چې ده د پرویز مشرف د قانون ماتونې په اړه خبره کړې وه.
پرویز مشرف په ۱۹۹۹ کال کې په پاکستان کې د کودتا له لارې د مسلم لیګ نواز حکومت نسکور کړ او د واک پر ګدۍ کېناست.










