تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند؛ مسلمانان دې د لمانځه غم پخپله وخوري
هند د مسلمانانو د شمېر له مخې له اندونیزیا او پاکستان وروسته د نړۍ دریم تر ټولو لوی هېواد دی.
په هند کې د مسلمانانو شمېر ۱۸ کروړه یا۱۸۰ میلیونه دی.
هند نړۍ کې تر ټولو ډېر جمهوري یا ولسواک هېواد دی.
د قانون له مخې یې هر شخص بشپړه مذهبي ازادي لري.
له وېرې او خطرې پرته دیني مراسم ترسرولی او مذهب پرېښودلی شي.
که یو څوک وغواړي خپل دین بدلولی هم شي.
هر څوک د خپل مذهب او دین د تبلیغولو او دودولو ازادي لري.
د ځینې معلوماتو له مخې د نړۍ تر ټولو ډېر جوماتونه هند کې دي.
مختلفې شمېرې وايي، هند کې له دریو تر پنځو لکو جوماتونه دي.
تېر یادونه
پر دې سربېره دغه هېواد کې زرګونو، هدیرې، مزارونه، درګاوې او نور ډېر داسې څه شته چې د مسلمانانو د ماضي یاد تازه کوي.
په دودیز ډول هند کې مذهبي زغم شته او د مختلفو دینونو خلک له یو بل سره ګډ اوسېږي.
د عبادت لپاره د جوماتونو جوړېدلو ته هم کوم خنډ پیدا شوی نه دی.
د مسلمانانو د شمېر ډېرېدلو سره د جوماتونو شمېر هم ډېر شوی دی.
تېرو ۳۰-۳۵ کلونو کې د هند له اقتصادي ودې سره لویو لویو ښارونو کې د دندې او روزۍ ګټلو نوې لارې پرانیستل شوې دي.
دې کلونو کې له کلیو په لسګونو میلیونو خلکو د لویو ښارونو لار نیولې ده.
په لسګونو میلیونو مسلمانان هم ښارونو ته شېوه شوي دي، چې ډېر پام یې روزي ګټلو او دندې پیدا کولو ته دی.
نوییډا، بنګلور، پونه، ګروګرام، ډېلي، حیدراباد او فرید اباد کې نوې نوې مېنې یا ښارګوټي جوړ شوي دي.
په دې نویو مېنو کې غالب اکثریت هندوان دي.
هندو درمسال جوړ کړ، خو مسلمان جومات نه
د هندوانو مذهبي ادارو او خپله هندوانو له خپلو مذهبي اړتیاوو سره سم خپل عبادتځي جوړ کړل.
خو مسلمانانو د خپل کم نفوس او تیت پرک والي له امله نوي عبادتځي جوړ نه کړل.
تېرو دوو لسیزو کې د مسلکي کارګرۍ ترڅنګ د لوستو او منځني پوړ مسلمانانو شمېر هم په سوداګریزو او کاروباري ښارونو کې پام وړ زیات شو.
سترو ښارونو کې جومات جوړول خورا ډېر ګران کار دی.
دا چې مسلمانان منظم نه دي، ښارونو کې هم د ډېرو جوماتونو جوړولو اړتیا شته، خو دوی نه دي جوړ کړي.
بل دا چې دغه وخت ورو ورو هند کې دا بدلون راغی، چې نویو سیمو کې د جومات جوړولو منظوري ګران کار دی.
ځینې سیمو کې د ځايي خلکو د مخالفت له امله د جوماتونو منظورېدل هم له ستونزو سره مخ شوي دي.
پر سړکونو لمونځ
د جوماتونو د کمښت په سبب په ډېرو سیمو کې مسلمانان لمونځ په تېره د جمعې په ورځ تشو سرکاري ځمکو او پلاټونو کې کوي.
ځینې ځایونو کې له جوماتونو د مسلمانانو صفونه تر ډېره له جومات بهر وتلي او سړک کې خواره شوي وي.
مسلمانان په ځینې ځایونو کې د اختر لمنځونه پر سړکونو او سترو لارو کوي.
د لمونځ پر مهال څو ښارونو کې لارې بندېږي او ترافیک بدلې لارې جوړوي.
ډېر ټولنپوهان باوري دي چې خلکو کې د مسلمانانو خلاف کرکې پیدا کولو کې همدا پر پرانیستو سیمو او سړکونو لمونځ کول هم مهم رول لري.
که څه هم دین د هر هندي وګړي یو ځانګړی او شخصي کار دی، حکومت پکې څه لاسوهنه نه غواړي.
خو ښاري پلانونو کې چې څنګه د ښوونځیو، پوهنتونونو، روغتونونو او نورو اسانتیاوو تیاری کېږي، دا ډول مذهبي اړتیاوو ته هم پام ضروري دی.
بې جوماته نوي ښاري پلانونه
نویو ښاري پلانونو کې حکومت او ښاروالیو ډېرو سیمو کې د مسلمانانو د جوماتونو اړتیا ته پام نه دی کړی.
خو مسلمانانو په ټولیز ډول د ځان لپاره د دې اسانتیا برابرولو لپاره حکومت ته سترګې نیولې او ځان مظلوم بولي.
ډېلي ته څېرمه ګروګرام ښار کې ځینې هندو ډلې په پرانیستو ځایونو کې د لمونځ سره مخالفت کوي او حکومت یې هم خلاف دی.
ډېر خلک دا مخالفت د هندوګرۍ یا هندتوا د ایجنډا له مخې بولي.
دوی وایي، هندوان ډېر مذهبي مراسم سرکاري ځمکو کې تر سره کوي.
خو د دې بجث مهم اړخ دا هم دی چې مسلمانان د سړکونو او پرانیستو سیمو په ځای لمونځ جوماتونو او ټاکلو ځایونو کې وکړي.
لمونځ د مسلمانانو شخصي عمل دی او د دې په ځای چې حکومت ته سترګې نیسی پخپله دې لاس پکار شي.