تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څېړنه: لمونځ د ملا دردونه کموي
د بریتانیا "انډپنډنټ" ورځپاڼې ویلي، یوې نوې علمي څېړنې په ډاګه کړې ده، چې د مسلمانانو د لمانځه پرمهال منظم ارکان او حرکتونه ترسره کول د ملا د کوزنۍ برخې دردونه کمولای شي.
ورځپاڼه وايي، په څېړنه کې دې ته هم اشاره شو، چې د لمانځه پرمهال منظم حرکتونه نه یوازې د بدن ستړیا له منځه وړي، بلکې د ګونډو او د ملا د تیر دردونو کمولو کې مرسته کوي.
ورځپاڼې خپلو لوستونکو په ورځ کې د مسلمانانو پنځه وخته لمونځ په ډاګه کړی، د سجدې او رکوع څرنګوالی یې روښانه کړی دی.
ورځپاڼې د څېړنې چمتوونکي محمد الخصاونة له خولې ویلي: "دغو حرکتونو ته د یوګا او هغو تمرینونو له نظره کتل کېدای شي، چې د ملا د درد د مخنیوي لپاره سپارښتنه کېږي."
"انډپنډنټ" زیاتوي، په څېړنه کې د لمانځه د ارکانو یو ډیجیټل انځور هم خپور شوی.
ورځپاڼه وايي، دا څېړنه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پر ښځو او سړو عملي شوې او بیا یې پایلې اعلان شوې دي چې لمونځ د ملا دردونو په کمولو کې څومره رول لري.
د څېړنې پایله کې په ډاګه شوې ده، چې سجده د ملا په تیر کې د عصبي رګونه نرموي چې د درد احساس کمولو کې مرسته کوي.
ورځپاڼه وايي، دا مهال په نړۍ کې نژدې ۱٫۶ میلیارد مسلمانان د ورځې پنځه وخته لمنځونو کې مکې مکرمې ته مخامخ رکوع او سجدې کوي.
د بریتانیا برمنګهام پوهنتون پروفیسر او څېړونکی محمد الخصاونة وايي "فزیکي روغتیا پر ټولنیز ژوند او د ژوند په څرنګوالی او مذهبي فکتورونو اغېز لري. لمونځ فزیکي او اندېښنه له منځه وړلی شي، په ځینو څېړنو کې لمونځ د عصبي نارامیو درملنه کې رغنده رول لوبوونکی ګڼل شوی."
پوهانو د لمانځه او ویښ پاتې کېدو ترمنځ د ټینګ تړاو درلودو خبره کړې چې له کبله یې له فزیکي اړخه انسان روغ پات کېږي.
څېړونکو د اسیا، هند او امریکا د ښځو او سړیو د حرکتونو ډیجیټلي نمونې کتلې او د ملا د کوزنۍ برخې د دردونو نمونې یې وړاندې کړې. دوی وايي، رکوع د هغو کسانو لپاره ګټوره ده، چې د ملا ښکتنۍ برخه کې له دردونو ځورېږي.