د سعودي ښوونځیو کې د موټر چلولو نوی مضمون

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې د راتلونکې جون میاشتې له ۲۴ مې وروسته به سعودي عربستان کې ښځو د موټر چلولو رسمي اجازه ورکړل شي، د دې هېواد کې ښوونځیو کې د موټرچلولو یو نوی مضمون ور اضافه کېږي.
د سعود د ترانسپورت عمومي مدیر محمد البسامي له خولې په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي "د ښځو له خوا د موټر چلولو اړوندې ټولې غوښتنې ارزول شوې دي."
تېر کال سعودي په یوه کمساري ګام کې د یولړ اصلاحاتو پرمهال ښځو ته د موټر چلولو د اجازې ورکولو ژمنه کړې وه.
دا اصلاحات او ازادۍ د ۳۲ کلن شهزاده محمد بن سلمان له خوا پیل شول.
د البسامي له خولې ویل شوي، چې هره هغه نجلۍ چې ۱۸ کلنۍ ته ورسېږي، د موټر چلولو لیسنس ترلاسه کولو غوښتنه کولی شي.
هغو ښځو ته هم د موټر چلولو کورنی لیسنس ورکول کېږي، چې بهرنیو هېوادونو کې د موټر چلولو لیسنس لري.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په سعودي کې ګڼې ښځې د بهرنیو هېوادونو د موټر چلولو لیسنس لري.
په تېر کې سعودي مېرمنو له حکومته پر ښځو د موټر چلولو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې وه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2











