ایوانکا ټرمپ: سعودي کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه تاریخي ده

د عکس سرچینه، .
د امریکا د ولسمشر لور ایوانکا ټرمپ سعودي عربستان کې ښځو ته د موټرچلولو د جواز ورکولو خبر سعودي مېرمنو ته یو ''تاریخي پرمختګ او تاریخي ورځ'' بللې ده.
ایوانکا ټرمپ سعودي مېرمنو ته پر ښځو د حکومت له لوري د موټرچلولو د بندیز لیرې کولو په باب مبارکي ورکړې ده.
دې ویلي، دا سم لوري ته د سعودي مېرمنو یو مهم ګام دی.
ایوانکا ټرمپ پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، نن په سعودي عربستان کې مېرمنو ته یوه تاریخي ورځ وه چې د ښځو له خوا د موټر چلولو بندیز لیرې کولو فرمان اعلان شو.
د سعودي پاچا سلمان د یوه شاهي فرمان له مخې اعلان وکړ چې له راتلونکې جون میاشتې راهیسې په سعودي کې ښځې موټر چلولی شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
دا فرمان چې د تېرې سې شنبې په ورځ خپور شو، اړودوادارو او کمېټو ته امر کړی چې د کورنیو چارو، مالیې، کار او پرمختګ وزارتونه یې د عملي کېدو په ډګر کې لاس په کار شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم په یوه ټویټ کې له ښځو د موټر چلولو د بندیز لیرې کولو هرکلی کړی او دا یې یو 'مثبت ګام' بللی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د سعودي عربستان د ښځو چارو شورا یوې غړې لطیفې شالان ویلي، ''دا د ګڼو سعودي مېرمنو لپاره یوه لویه بریا ده. سعودي ښځو نه یوازې څو کلونه ددې پرمختګ لپاره مبارزه وکړه، بلکې څو لسیزې یې هڅه کوله خپل دا حق ترلاسه کړي. ''
دا وايي، هرکله به چې موږ د موټر چلولو د خپل حق غوښتلو وړاندیز کاوه، حکومت به ویل اوس یې وخت نه دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د سعودي دا ګام ستایلی دی.
په سعودي عربستان کې لیکوالې او خبریالې غاده غنیم ویلي، دا به د سعودي پر اقتصاد لوی مثبت اغېز وکړي، سعودي کې د نارینه وو پرتله ښځې ډېر لیک لوست ته مخه کوي او هر کال ډېرې فارغېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
دې غالباً د خپل موټرچلولو یو انځور خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي، یوه میاشت وړاندې جنیوا کې او اوس سعودي کې.
په سعودي عربستان کې ډېری کورنۍ شخصي موټر چلوونکي لري، چې له کوره بهر د ورځنیو چارو سمالښت، ښوونځیو او کارځیو ته د تګ لپاره ګټه ترې اخلي.
د وروستیو شمېرو له مخې، اوسمهال سعودي عربستان کې د ښځینه مسافرو وړونکي کابو ۸۰۰۰۰۰ سړي موټر چلوونکي په کار بوخت دي، چې ډېری یې د سوېلي اسیا دي.









