د روسیې پر هوايي ډګر د طلا باران

.

د عکس سرچینه، YAKUTIAMEDIA.RU

د عکس تشریح، پر ځغاستلیکه د ځینو لوېدلیو خښتو وزن تر ۲۰ کیلو ګرامو رسېږي

د روسیې د سایبریا له هوايي ډګره د الوت پر مهال د الوتکې په باډۍ کې د درز راتلو له امله د سرو او سپین زرو څو ټنه خښتې پر ځغاستلیکه لوېدلې دي.

دغې پېښې د سایبریا هوايي ډګر ډېر کارکوونکي هک پک کړل، خو وروسته د هوايي ډګر مامورانو وویل، پر ځغاستلیکه د زرو لوېدلې ټولې خښتې یې ټولې او خوندي کړې دي.

د راپورونو له مخې، د هوايي ډګر پر ځغاستلیکه د زرو ۲۰۰ خښتې لوېدلې دي چې د ځینو خښتو وزن یې تر ۲۰ کیلو ګرامو رسېږي.

د دغو زرو کاناډايي خاوند د روسیې انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي، د طلايي خښتو د بېرته راټولولو عملیات په بریاليتوب تر سره شوي دي.

د سایبریا پولیسو ویلي، په دې اړه پلټنې کوي چې د زرو دغه خښتې څنګه له الوتکې لوېدلې دي.

.

د عکس سرچینه، YAKUTIAMEDIA.RU

.

د عکس سرچینه، YAKUTIAMEDIA.RU

د عکس تشریح، د الوتکې ځینې برخې شکېدلي دي، خو چارواکي یې په اړه پلټنه کوي