ترکیې د ترهګریزو اړیکو په تور ۲۷۰۰ کسان له هېواده ایستلي

د عکس سرچینه، Reuters
له ترکيې داسې راپورونه خپاره شوي چې د دې هېواد چارواکو ۲۷۰۰ کسه له ترهګزیزو سازمانونو سره د تړاو درلودلو په تور له یاد هېواده ایستلي دي.
راپورونه ښيي چې په ایستل شوو کسانو کې سرتېري، ښوونکي او د دولتي ادارو کارکوونکي هم دي.
دا په ترکیه کې د تېر کال له ناکامې کودتا وروسته د نوو ایستلو د لړۍ پیل دی.
په ترکیه کې د ۲۰۱۶ میلادي کال له ناکامې کودتا وروسته تر ۱۵۰ زرو ډېر کسان ایستل شوي او له ۵۰ زرو ډېر پوځیان نیول شوي دي؛ دا ایستل شوي کسان زدکړیالان، د پولیسو مامورین، د ښوونې روزنې او نور دولتي بنسټونو غړي دي.
دولت وايي، دغه کسان یې د امنیت د ټینګښت او ثبات د راوستلو په موخه نیولي او ایستلي دي، خو د ولسمشر رجب طیب اردوغان سیاسي مخالفین وايي، هغه له وخت نه په ګټې اخیستو خپل سیاسي مخالفین ځپل غواړي.
د ترکيې ولسمشر اردوغان، د ګولن غورځنګ مشر فتح الله ګولن د دغې کودتا پلان جوړوونکی ګڼلی، نوموړی اوس د امریکا پنسلوانیا کې دی. د ترکيې دولت په ځلونو له امریکا نه غوښتي چې نوموړی دې ترکيې ته وسپاري.

له دې غوښتنې سره واشنګټن په کلکه مخالفت کړی.
فتح الله ګولن دغه تورونه رد کړي او ان په هماغو ورځو کې له کوتا وروسته، هغه پخپله دولت د ناکامې کودتا رامنځ ته کوونکي وباله چې په وینا حکومت له واکه د "ګټې" اخیستو په پار خپل مخالفین وځي.








