ترکیې د کودتا په تړاو زرګونه نور کسان له دندو ګوښه کړل

د عکس سرچینه، Getty Images
ترکیې د تېر کال د ناکامې کودتا له کلیزې سره هممهال ۷ زره کارکوونکي له کودتاچیانو سره د تړاو په تور له دندو ګوښه کړي دي.
ګوښه کړل شوي کسان ډېری د پوهنتونونو، ښوونځیو، امنیتي ادارو، عدلي - قضايي او نورو دولتي ارګانونو کار کوونکي دي.
پتېیل شوې چې ترکیه نن شنبه (جولای ۱۵مه) د تېر کال د ناکامې کودتا کلیزه ولمانځي.
د ۲۰۱۶ کال د جولای د میاشتې په کودتا کې له ۲۵۰ ډېر نظامي او ملکي وګړي ووژل شول.
ښاغلی اردوغان د ګولن اسلامي خوځښت مشر، "فتح الله ګولن" د کودتا تر شا ګڼي او له امریکا یې غوښتي چې نوموړی ترکیې ته وسپاري، خو واشنګټن یې تر اوسه پر غوښتنه غوږ نه دی ګرولی.
ښاغلي ګولن له کلونو د امریکا په متحده ایالتونو کې مېشت دی.
فتح الله ګولن په کودتا کې لاس لرل رد کړي او د کودتا په لومړيو ورځو کې یې وویل، د کودتا تر شا د دولت لاس دی او په همدې پلمه غواړي خپل سیاسي مخالفان وځپي.
د نويو شړل شويو کسانو په اړه فرمان د تېرې میاشتې په لومړيو کې صادر شوی و، خو خبر یې تېره ورځ په دولتي رسنۍ (ګزت) کې خپور شو:
" له دندو شړل شويو کسانو د ملي امنیت پر ضد کارونه کول یا یې د ترهګرو ډلو غړیتوب درلود."

د عکس سرچینه، Getty Images
د ګوښه شویو په اوږده نوملړ کې د ۲۳۰۳ پولیسانو او ۳۰۲ محصلانو او استادانو نومونه لیدل کېږي.
له کودتا تر دا مهاله ۱۵۰ زره کسان د کودتا په تړاو له دندو ګوښه شوي او تر ۵۰ زرو نظامي او ملکي کارکوونکي نیول شوي دي.
ترکیې د ناکامې کودتا د لومړۍ کلیزې د لمانځلو په پار د ستانبول او انقرې په ښارونو کې پر سترو تابلوګانو او پوسټرو د هغه ښاریانو عکسونه راځړولي چې د کودتاچیانو مخه یې نیولې وه.









