ترکیه کې تاریخي ټولپوښتنه پيل شوه

د عکس سرچینه، AFP
ترکیه کې د اساسي قانون بدلولو برخلیک ټاکونکې ټولپوښتنه نن په سیمه ییز وخت د سهار په اوو بجو پیل شوې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، غواړي د ترکیې اساسي قانون کې د جوړښتي تغییراتو په راوستو، پارلماني نظام په ریاستي واړوي، ترڅو ولسمشر ډېر واک ولري.
د ښاغلي اردوغان د نظر وړ بدلونونه هغه ته اجازه ورکوي چې د بریالیتوب په صورت کې هغه ته تر ۲۰۲۹ کال پورې په واک کې پاتې شي.
د نن ورځې ټولپوښتنه دوه غوراوۍ لري، هو او نه. پر ټاکنو د څارنیزو او اجرایي بنسټونو د اعلان له مخې، نژدې ۵۵ میلیونه کسان په ټولپوښتنه کې د ګډون په شرایطو برابر دي.
په همدې دلیل هم دی، په داسې حال کې چې ددې ټولپوښتنې ملاتړي په هغې کې بریالیتوب د هېواد اداري چلند "عصري کېدل" بولي، مخالفین یې دا وېره لري چې ددغو بدلونونو تصویب به په ترکیه کې د استبداد لامل شي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
که ټولپوښتنه بدلون ته رایه ورکړي، نو دا به په دې هېواد کې د شاوخوا ۱۰۰ کلن مډرن جمهوري نظام له تاسیس وروسته په ترکیه کې د واک په جوړښت کې بنسټیز بدلونون وي چې راوړل کېږي.
تمه کېږي چې ددې ټولپوښتنې پایلې د یکشنبې شپې تر نیمایي وړاندې اعلان شي.
د حمل/وري ۲۷مې ټولپوښتنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې دغه هېواد د تېر کال اوړي په پیل کې تر ناکامې کودتا وروسته په فوق العاده حالت کې دي.
ښاغلي اردوغان تېره شپه خپلو ملاتړو ته خبرو کې وویل: "نوی اساسي قانون به هېواد ته ثبات او اعتماد راوړي؛ هغه څه چې د پرمختیا او پراختیا لپاره ورته اړتیا لرو. ترکیه له نوي اساسي قانون نه په ګټه اخیستو د یوې لا ښې راتلونکې پر لور ګام واخلي."
هغه چې تر ۱۰ کلنې لومړي وزیرۍ وروسته، په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو، په دې هڅه کې دی چې د اساسي قانون په بدلولو ولسمشر ته لا ډېر واک ورکړي. دې څوکۍ وړاندې د ترکیې قانون کې تر ډېره تشریفاتي رول درلود.

د عکس سرچینه، EPA
په دې ټولپوښتنې کې بریالیتوب به ښاغلي اردوغان ته دا اجازه ورکړي چې د لومړي وزارت پوسټ لمنځه وړلو سره، د وزیرانو ټاکلو او لرې کولو او د دولت ټولو چارو کنټرول په خپل لاس کې واخلي.
هغه ویلي، د واک په جوړښت کې اصلاحات په ترکیه کې د حکومتدارۍ نظام د فرانسې او امریکا په څېر کوي او د وضعیت د ارامۍ او ټیکاو لامل به شي چې د هغه په وینا، د کردانو "دښمني" او سوریه کې د افراطي اسلامپالو ګواښ ترکیې ته راوړی دی.
اصلاحاتو کې ځینې وړاندیز شوي موارد
- ولسمشر د دولت تشکیل مسوول دی او برسېره پردې وزیران، مرستیالان یا د ولسمشر مرستیالان ټاکي.
- د ولسمشر سیاسي بې پرې والی لغوه کېږي او هغه کولی شي د ګوندونو غړی شي.
- د پارلمان رییس کولی شي د نیمایي وکیلانو په رایه، د ولسمشر د استیضاح زمینه برابره کړي، خو د دولت استازي به د پارلمان پروړاندې ځواب ویونکي نه وي.
- ولسمشر به د قاضیانو او څارنوالانو د عالي شورا په کړنو د څار ځانګړي واکونه ترلاسه کړي.
- ولسمشر به د اجرایي فرمانونو صادرولو او د هېواد په کچه مقرراتو وضع کولو واک ترلاسه کړي.
- د ولسمشرۍ او د پارلمان د استازولۍ دوره له اوسنیو څلورو کلونو پنځو ته زیاتېږي.
- د پارلمان د غړو شمېره له ۵۵۰ کسانو ۶۰۰ ته لوړېږي.
- د پارلمان غړیتوب ته د کاندیدو کسانو ترټولو کم عمر له ۲۵ کلونو ۱۸ ته ټیټېږي.

د عکس سرچینه، EPA
منتقدان وایي، ان د ۱۹۸۲ کال کودتا وروسته هم د پوځي دولت په تصویب شوي اساسي قانون کې د قاضیانو او عدلیې وزارت خپلواک په رسمیت پېژندل شوې وه، خو د قاضیانو او څارنوالانو عالي شورا کې د ولسمشر رول، د قضاییه قوې خپلواکي لمنځه وړي.
د کتونکو په وینا، له بلې خوا د ولسمشرۍ ګوندیز کېدو سره، که ولسمشر په پارلمان کې د اکثریت ګوند په واک کې ولري، نو پارلمان به په خپله خوښه څرخوي او عملا به پر هغه د پارلمان او قضاییه قوې د څارنې امکان له منځه لاړ شي.
د ټولپوښتنې د پایلو او د اکثریت رایو د تایید په صورت کې، ترکیه خپلې راتلونکې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې ترسره کوي او ددغو ټاکنو منتخب ولسمشر کولی شي د دوو پنځه کلنو دورو لپاره په واک کې پاتې شي.










