اردوغان د اعدام سزا ستنولو پلوي ښودلې

اردوغان وايي، د ښکاره خیانت جرم شوی، چې حکومت به د اعدام سزا بېرته پیلولو غوښتنې ته د رد ځواب ونه وايي، خو دا کار د پارلمان تایید ته اړتیا لري.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، اردوغان وايي، د ښکاره خیانت جرم شوی، چې حکومت به د اعدام سزا بېرته پیلولو غوښتنې ته د رد ځواب ونه وايي، خو دا کار د پارلمان تایید ته اړتیا لري.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، که چېرې "خلک د اعدام سزا وغواړي، حکومت به یې هېڅکله رد نه کړي".

نوموړي دا څرګندونې ترکیه کې د کودتا له ناکامې هڅې وروسته کړې دي.

اردوغان دا څرګندونې له استانبول بهر خپلو پلویانو ته په یوه وینا کې کړې دي.

د اروپايي ټولنې مشرانو خبرداری ورکړی، که چېرې ترکیه د اعدام سزا بیا پیل کړي، نو په دې ټولنه کې به یې د غړیتوب هڅې پای ته ورسېږي.

د تېرې جمعې په شپه ترکیه کې د ناکامې کودتا له هڅې وروسته، زرګونه پولیس افسران، پوځي مامورین او قاضیان نیول شوي، توقیف شوي او یا یې دندې ځنډول شوې دي.

اردوغان وايي، د ښکاره خیانت جرم شوی، چې حکومت به د اعدام سزا بېرته پیلولو غوښتنې ته د رد ځواب ونه وايي، خو دا کار د پارلمان تایید ته اړتیا لري.

د اردوغان ملاتړو دار ته د فتح الله ګولن د څېرې نانځکه پورته کړې.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د اردوغان ملاتړو دار ته د فتح الله ګولن د څېرې نانځکه پورته کړې.

دی وايي، د هېواد د ولسمشر په توګه د پارلمان له هر ډول پرېکړې سره موافق دی.

خو د خلق دیموکراتیک ګوند پارلماني غړي وايي، دوی به د اعدام سزا د ستنولو له هڅو او غوښتنو سره کلک مخالفت وښيي.

اردوغان وايي، د اعدام سزا عملي کېدل د خلکو غوښتنه ده:

"له ګڼو ترهګریزو پېښو وروسته اوس خلک دا نظر لري چې ترهګر باید ووژل شي، په عمري بند کې دوی کومه ګټه نه ویني، ځکه ولې په زندانونو کې د ډېرو کلونو لپاره دوی ته ډوډۍ ورکړو".

اردوغان یوځل بیا له امریکا نه د ترکي مذهبي مشر فتح الله ګولن د سپارلو غوښتنه کړې. ښاغلی ګولن د ولسمشر اردوغان ټینګ مخالف دی. ترکي چارواکي ګولن د ناکامې کودتا په هڅو تورنوي.

د نیولو لړۍ لاهم دوام لري

د عکس سرچینه، GETTY

د عکس تشریح، د نیولو لړۍ لاهم دوام لري
ګولن

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، ښاغلي اردوغان ټنیګار کړی، چې امریکا بایدا ګولن وروسپاري، ځکه چې په وینا یې "دا ډول ترهګر باید ونه ساتل شي".

ګولن له څو کلونو راهیسې امریکا کې د تبعید ژوند کوي.

ښاغلي اردوغان ټنیګار کړی، چې امریکا بایدا ګولن وروسپاري، ځکه چې په وینا یې "دا ډول ترهګر باید ونه ساتل شي".

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، ترکیه باید د ښاغلي ګولن پروړاندې د "تورونو پرځای ثبوت" وړاندې کړي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، د دوشنبې په ورځ یې نژدې ۹۰۰۰ پولیس افسران له دې کبله ګوښه کړي، چې ګني د کودتا په هڅو کې یې لاس درلود.

امریکا ته په اشارې سره، اردوغان وویل: "موږ د مجرمینو د سپارلو ګډه هوکړه لرو، اوس موږ د یوه کس د سپارلو غوښتنه کوو. ته زما ستراتیژیک شریک یې باید زما غوښتنه ومنې، باید په دا ډول چارو کې تبادله وي".

د ترکیې د ناکامې کودتا هڅه او نښتو کې لږترلږه ۲۳۲ کسان وژل شوي او ۱۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د عکس سرچینه، GETTY

د عکس تشریح، د ترکیې د ناکامې کودتا هڅه او نښتو کې لږترلږه ۲۳۲ کسان وژل شوي او ۱۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

ګولن د اردوغان د حکومت ضد ناکامې کودتا کې هر راز لاس لرل رد کړي.

د ترکیې د عدلیې وزیر بکر بوزداغ وړاندې ویلي وو، ګڼ کسان یې نیولي او لاهم د "پاکوالي عملیات" دوام لري.

خو مخکې د ترکیې د لومړي وزیر بن علي یلدریم دفتر ویلي وو، تر دویم خبراوي پورې ټولو دولتي کارکوونکو ته د پسرلنیو رخصتیو د لغوه کېدو اعلان شوی دی.

د ترکیې د ناکامې کودتا هڅه او نښتو کې لږترلږه ۲۳۲ کسان وژل شوي او ۱۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د عکس سرچینه، GETTY

د عکس سرچینه، GETTY

د عکس سرچینه، GETTY