روسیې په سوریه کې پر ملکي خلکو بمبار رد کړ

.

د عکس سرچینه، HANDOUT VIA REUTERS

د عکس تشریح، روسي ځواکونه په سوریه کې د بشارالاسد ځواکونو په ملاتړ جنګېږي

روسیې هغه ادعاوې رد کړې چې ګویا د یکشنبې په ورځ یې ځواکونو د سوریې په ختیځ کې یو کلی بمبار کړی او لسګونه ملکي کسان یې وژلي دي.

په برتانیا کې مېشت د سوریې د بشر حقونو د څار کمېسیون یوه ورځ وړاندې ویلي وو، هوايي ګوزارونو په الشفاه کلي کې ۵۳ ملکیان وژلي، خو د دیرالزور۲۴ ویبپاڼې بیا د وژل شویو شمېر ۲۵ ښودلی دی.

دواړو سرچینو ویلي، بمبار د روسیې اړوند الوتکو له خوا ،چې د داعش پر وړاندې د بشار اسد له ځواکونو ملاتړ کوي، تر سره شوی دی.

خو د روسیې د دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ په ټینګار وویل، د سوریې په الشفا کلي دوی بمبار نه دی کړی.

د روسیې د دفاع وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، هوايي ځواکونه یې په سوریه کې د هستوګنې له ځایونو لرې پر هغو هدفونو ګوزارونه کوي، چې د نړیوالو ترهګریزو ډلو اړوند وي.

خو د روسیې د دفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي و، د هوايي ځواکونو اړوندو ۶ بم غورځوونکو الوتکو یې د یکشنبې په ورځ په دیرالزور ولایت کې د داعش پر مورچلو ګوزارونه کړي دي.

د الشفا کلی له عراق سره په ۱۴ کیلومترۍ کې په دیرالزور ولایت کې دی.

دیرالزوز ۲۴ ویبپاڼې چې د سوري فعالانو اړوند ده، لیکلي، د یکشنبې پهه ورځ روسي الوتکو په دیرالزور په الشفا کلي کې څو کورونه بمبار کړل چې بې ځایه شوې کورنۍ پکې اوسېدې.

د سرچینې په خبره، وژل شوي ماشومان او ښځې دي او شونې د مرګژوبلې کچه ډېره شي، ځکه ډېر شمېر کسان تر نړیډلو دېوالونو لاندې دي.

د سوریې د بشر حقونو د څار بنسټ هم ویلي، روسي الوتکو د ملکي خلکو پر هستوګنځیونو بمبار کړی، لسګونه ملکيان یې وژلي چې په ډله کې یې ۲۱ ماشومان هم شته.