سپاه پاسداران: که اروپا د ایران حریم ته ننوځي، دوی به د توغندیو واټن زیات کړي

د عکس سرچینه، TASNIM
د ایران د سپاه پاسداران یوه قومندان ویلي، که اروپايي ټولنه هڅه وکړي د ایران حریم ته ننوځي، دوی به د خپلو توغنديو واټن زیات کړي.
برید جنرال سلامي تېره شپه د نومبر ۲۵مه له یوه ایراني - دولتي ټلوېزیون سره په خبرو کې د اروپايي مشرانو په اړه ویلي:
"که موږ د توغندیو واټن ۲۰۰۰ کیلو مټره ساتلی او زیات کړی مو نه دی، نو لامل یې تخنیکي نه دي، بلکې موږ د توغندیو واټن ته منطقي تګلاره لرو. نو اروپايان دې پوه شي که زموږ حریم ته راوړاندې شول، موږ به د توغندیو واټن زیات کړو. "
دغه لوړپوړي ایراني پوځي چارواکي د ایران اټومي پروګرام سوله ییز ګڼلی او ټینګار یې کړی چې دغه پروګرام د ایران د امنیت، خپلواکۍ او ډيپلوماسۍ ضامن دی.
د هغه په ټکیو ایران به هیڅکله د خپل اټومي پروګرام پر سر بیا خبرو ته کېنني او په دې اړه یې خبرې دوښمن ته د تسلیمۍ په مانا ګڼلې دي.
د ښاغلي سلامتي خبري ظاهراً د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر (ایو لودریان) وروستیو څرګندونو ته غبرګون دی.
ایو لودریان په دا وروستیو کې د ایران پر توغندیز پروګرام او په سیمه کې د دغه هېواد پر رول اندېښنه څرګنده کړې وه.
نوموړي تېره پنجشنبه د نومبر۱۶مه د لبنان له لومړي وزیر سعد حریري او سعودي چارواکو سره د خبرو لپاره عربستان ته تللی و چې هلته یې د سیمې په کړکېچونو کې د ایران پر رول اندېښنه څرګنده او ویې ویل: " زه پخپله د ایران د بالستیکي توغنديو پروګرام څارم. "

د عکس سرچینه، Reuters
په اټومي هوکړه کې دې بندونه زیات شي
پر ده سربېره د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د سپټمبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې وویل، موږ باید له ایران سره شوې اټومي هوکړه وساتو، ځکه پر روان وضعیت د څارنې ښه هوکړه وه، خو دوه یا درې بندونه باید پکې ور زیات شي.
ښاغلي ماکرون وویل، په ور زیاتېدونکو تدبیرونو کې باید د ایران د توغندیزو او بالستیکي فعالیتونو کنټرول هم شامل وي. دویم دا چې شوې هوکړه باید له ۲۰۲۵ کال وروسته هم وغځېږي او درېیم یې له ایران سره د سیمې د وضعیت په اړه پرانیستی بحث کېدای شي.
د ایراني چارواکو په خبره، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې له ایران څخه غوښتل شوي چې د هغو بالستیکي توغندیو له پراختیا دې ډډه وکړي چې د اټومي سرپوښونو د لېږدونې وړتیا لري.
ایران وايي، د ورته توغندیو جوړولو هوډ نه لري.
د رپوټونو له مخې، ایران د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې له ځمکې تر ځمکې ( خرمشهر) توغندی چې ۲۰۰۰ کیلومټره واټن وهي، په بریالیتوب ازمویلی دی.
د ایراني خبري اژانسونو ادعا کړې چې (خرمشهر) توغندی د سپاه پاسداران تر ټولو پیاوړی هغه دی چې د څو سرپوښونو د لېږدونې وړتیا لري.










