کوټه کې ځانمرګي برید څلور کسان وژلي

د عکس سرچینه، EPA
د پاکستان بلوچستان ایالت کوټه کې پر سرحدي ځواکونو ځانمرګي برید لږترلږه څلور کسان وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.
د پاکستاني پولیسو یوې سرچینې ویلي، برید د کوټې سریاب سریاب روډ په اوږدو کې شوی.
یوې پاکستانۍ سرچینې رسنیو ته ویلي، دا ځانمرګی برید و، چې هدف یې د سرحدي ځواکونو یو لېږدوونکی موټر و.
د کوټې ملکي روغتون ویاند وسیم بېګ ویلي، د دوی روغتون ته د څلورو کسانو مړي او ۱۹ ټپیان وروړل شوي دي.
په موټر کې د سرحدي ځواکونو یو قومندان سپور و، چې نوموړی له بریده روغ رمټ وتلی دی.
د بلوچستان مشر وزیر نواب ثناء الله خان زهري برید غندلی او د ټپیانو د عاجلو درمللو امر یې کړی.
د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په کله دا برید غندلی او د وژل شویو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
د روانې میاشتې لومړیو کې، کوټه کې د پولیسو یو جګپوړی چارواکی او د هغه دوه ملګري په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، Police
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو برخې ویلي وو، حامد شکیل خپل دفتر ته پر لار و چې ځانمرګي بمګر یې پر موټر برید وکړ.
د برید پړه د پاکستان ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان پرغاړه اخیستې وه.
رویټرز خبري اژانس وايي، په بلوچستان کې له تېر کال راهیسې بریدونه ډېر شوي چې ادعا کېږي تر ۱۸۰ ډېر کسان پکې وژل شوي.
دلته چې بلوڅ بېلتونپال بوخت دي، ور سره د ځینې بریدونو مسوولیت له اسلامي دولت یا داعش سره تړاو لرونکو ډلو هم منلی دی.
دغه تاوتریخوالي د چین- پاکستان اقتصادي لارې د جوړولو د امنیت په هکله اندېښنه پیدا کړې چې ارزښت یې ۵۷ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
د دې پروژې په مټ چین له خپلې ختیزې پولې څخه د پاکستان له ګوادر بندر سره نښلي او له هغه ځای منځني ختیځ ته لار پیدا کوي.

د عکس سرچینه، .









