جرمن محکمه: کویت هوايي شرکت حق درلود د اسرایيلي له لېږدولو انکار وکړي

د عکس سرچینه، WIKIMEDIA
یوې جرمن محکمې ویلي کویت هوايي شرکت حق درلود، چې د یوه اسراییلي کس له لېږدولو انکار وکړي. د دغې پرېکړې له کبله یو شمېر کسان او د یهودانو ټولنې غوسه څرګنده کړي او وايي دا د یهودیت ضد چاره ده.
کویت ایرویز د هغه مساپر ټکټ لغو کړ، چې له فرانکفورت نه یې بنکاک ته د دوی الوتکه کې سفر کاوه.
فرانکفورت کې محکمې ویلي هوايي شرکت کویتي قوانینو ته درناوی کړی، چې اسراییل د یوه هېواد په توګه رسماً نه پېژني.
محکمې ویلي دوی د کویتي قوانینو په تړاو څه نه شي ویلای او جرمن قوانین د نژاد، مذهب او قومیت پر بنسټ تبعیضي مسایل رانغاړي، نه د تابعیت پر بنسټ.
د مساپر وکیل ناتهن ګالبرات دا ''د دیموکراسۍ لپاره او په ټول کې د جرمني لپاره شرمونکې پرېکړه '' بللې.
نوموړي ویلي د پرېکړې خلاف به استناف غوښتنه کوي. جرمني کې د یهودانو مرکزي شورا ویلي:
''دا د منلو نه ده، چې یوه بهرنۍ کمپنۍ د یهودیت مخالفت پر بنسټ قوانینو له مخې جرمني کې سوداګري وشي. ''
موږ له فدرالي حکومت غواړو ټولې هغه لارې چارې ولټوي، چې راتلونکي کې د دغه ډول تبعیضي چلند مخه ونیول شي.
د فرانکفرټ ښاروال یووې بیکر هم دغه پرېکړه غندلې:
''داسې یوه هوايي شرکت ته چې یهودیت سره مخالفت کوي او د تبعیض پر بنسټ د یوه اسراييلي مساپر له لېږدولو ډډه کوي، باید فرانکفورت کې د الوتکو کښېنولو یا پورته کولو اجازه ورنه کړل شي. ''
بي بي سي نه ده توانېدلې د دغې موضوع لپاره د کویت ایرویز نظر تر لاسه کړي.








