مایک فلېن: د فتح الله ګولن د تښتولو خبر درواغ دی

د عکس سرچینه، Reuters
مایک فلېن: د فتح الله ګولن د تښتولو خبر درواغ دی
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مایک فلېن دا خبره رد کړې چې ګواکي ده د ۱۵ میلیون ډالرو په بدل کې غوښتل په زور فتح الله ګولن ترکیې ته ولېږدوي.
د نوموړي وکیل رابرټ کیلنر ویلي دا چې په مایک فلېن دغه تور چې ده او زوی یې د ترکیې له استازیو سره په دې اړه لیدنې درلودلې بېخې "بې ځایه" دي.
ترکیه فتح الله ګولن د ۲۰۱۶ کال د جولای د ناکامې کودتا تر شا په لاس لرلو تورنوي.
ترکي ولسمشر رجب طیب اردوګان په وار وار دا ویلي چې ګولن باید ترکیې ته وسپارل شي. ګولن د امریکا په پینسلوېنیا ايالت کې اوسېږي.
د وال سټریټ ژورنال د رپوټ له مخې ښاغلي فلېن خپله دنده وروسته له هغې پرېښوده چې سپینې ماڼۍ ته یې د ولسمشر ټرمپ له ولسمشرۍ مخکې له روسي استازو سره د کتو په اړه غلط معلومات ورکړي وو.
ښاغلي فلېن په دې خبره هم بحث کړی و چې ګولن څه ډول په شخصي الوتکه کې د ترکیې د ټاپو زندان امرالي ته واستوي.
راپوټ زیاتوي چې د پیسو خبره هم شوې وه.

د عکس سرچینه، SELAHATTIN SEVI
دا خبرې وروسته له هغې راپورته شوي چې په امریکا کې په وروستیو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنو په هکله کتنې ته ځانګړې ډله وګومارل شوه. ویل شوي چې ښاغلي فلېن تېر ډسمبر میاشت په نیویارک کې له ترکي چارواکو سره کتلي وو.
د فلېن وکیل په یوه بیانیه کې ویلي "نن په خبرونو کې د جنرال فلېن په اړه افواوې خپرې شوې او تور پرې لګېدلی چې ده غوښتل څوک وتښتوي او بډۍ واخلي، دا ټول بې ځایه تورونه دي، موږ په دې هکله یوازې دومره وایو چې، دا ټول غلط دي."
د امریکا څارګرې ادارې پخواني مشر ښاغلي وولسي پخوا سي این این ته ویلي وو چې ځینې غوښتنې وې چې کېدای شي ځینې ځانګړې کړۍ په امریکا کې په ګولن فشار راوړي او هغه ترکیې ته تګ ته مجبور کړي.
ښاغلی فلېن د ولسمشر ټرمپ په ډله کې لومړی چارواکی و چې یوازې له ۲۳ ورځو رسمي دندې وروسته یې استعفاه وکړه.








