له ګولن سره د تړاو په تور ترکیې نژدې زر کسان نیولي

د عکس سرچینه، Reuters
ترکي چارواکو نژدې زر کسان د فتح الله ګولن له ډلې سره د تړاو په تور نیولي دي.
انقره پر ګولن تور لګوي چې په امریکا کې کې تبعید شوی فتح الله ګولن د تېر ۲۰۱۶ کال د جولای میاشتې ناکامې کودتا تر شا و.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي، په ۷۲ سیمو کې د پولیسو په لیکو کې د ګولن د شبکې د اړوندو کسانو نیول پیل شوي.
د تېر کال د جولای له ناکامې کودتا وروسته، د ترکیې بېلابېلو بنسټونو کې تر ۳۰ زرو ډېر کسان نیول شوي او نژدې ۱۰۰ زره کارکوونکي له کاره ایستل شوي.
د تېرې سې شنبې په ورځ، د اروپايي پارلمان د بشري حقونو جرګه ګۍ پر انقرې تور پورې کړ.
ترکیې د دغې جرګه ګۍ څرګندونې 'شرم' بولي.
د روانې میاشتې لومړیو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپل واک ډېرولو په پلمه په ترسره شوې ټولپوښتنه کې بریالی اعلان شو.

د عکس سرچینه، Reuters








