"که پاکستان ترهګر ونه ځپي، امریکايي ځواکونه یې چاره کوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
هندۍ ورځپاڼه The Hindu د یوه لوړ پوړي چارواکي له قوله چې ادعا کوي د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي او د امریکا د بهرنیو چارو وزير په غونډه کې حاضر و، وايي:
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ویلي د ترهګرو پر وړاندې دې اقدام وکړي ، که نه، نو په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه به یې چاره وکړي.
ایکسپریس ټریبیون
پاکستانۍ ورځپانۍ ایکسپریس ټریبیون د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف هغه خبرې راخیستي چې وايي امریکا حکومت دې د ناکامو جنرالانو خبرو ته غوږ نه نیسي.
ورځپاڼه زیاتوي ښاغلي اصف سنا مجلس ته ویلي امریکا پاکستان ته د ۷۵ مطلوبو کسانو نوملړ ورکړی چې یو یې هم پاکستانی نه دی، خو پاکستان افغان او امریکايي چارواکو ته د سلو جنایتکارانو نوملړ ورکړی دی.
ډان ورځپاڼه
بله پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله د افغانستان او امریکا اړیکو ته ځانګړې کړې او لیکي چې پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر څرنګوالی او موده یې ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي څومره ستونزې لري.
ورځپاڼه زیاتوي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان او هند لیدنه وکړه او په منځ کې یې پاکستان کې یوه لنډه دمه وکړه.
ډان پاکستان دولت ته سپارښتنه کوي چې د امریکا د نوې ادارې او د سیمې واقعیتونه دې له پامه نه غورځوي او یوازینۍ لاره چې پاکستان ته رښتینې سوله وربښلی شي، هغه له اورپکۍ سره پرېکنده چلند دی.
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هند ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټېلرسن د سفر په اړه لیکي نوموړی ته په هند کې تود هرکلی ویل شوی هغه څه چې پاکستان ته د هغه د رسیدو پرمهال ونه لیدل شو.
ورځپاڼه زیاتوي ښاغلي ټېلرسن په دې نظر دی چې د پاکستان ټیکاو له خطر سره مخامخ دی او لامل یې هغه وسله والې ډلې دي چې په پاکستان کې خوندي ځالې لري.
د ورځپاڼې په خبره، ښاغلي ټېلرسن په هند کې یو ځل بیا هغه خبره تکرار کړه چې په پاکستان کې ډیرې ډلې خوندي پټنځیونه لري او پاکستان ته پکار دي چې د له منځه وړلو لپاره یې جدي ګامونه پورته کړي.
ډیپلومات خپرونه
ډیپلومات خپرونه د افغانستان ، روسیې او ایران په اړه یوه مطلب کې لیکي افغانستان د روسیې او ایران لپاره د همکارۍ نه، بلکې تر ډېره د سیالۍ ځای دی.
د مطلب لیکوال هغو ادعاوو ته چې وايي ایران او روسیه له طالبانو سره مرستې کوي اشاره کوي او زیاتوي دا نظر شته چې ځینې وايي له سوریې وروسته به افغانستان د ایران او روسیې ترمنځ د همکارۍ ځای وي چې په ګډه وکولی شي په دغه هېواد کې د امریکا د نفوذ مخه ونیسي او د افغانستان د روانې شخړې د سیاسي حل لپاره د لارو چارو په لټه کې شي.
خو لیکوال په دې نظر دی که په افغانستان کې د روسیې او ایران هڅو ته په ځیر وکتل شي نو ښکاري چې دغه هېواد د ایران او روسیې ترمنځ تر ډېره د جیوپولیټیک سیالۍ ډګر دی نه د همکارۍ.
لیکوال وايي دا سمه ده چې دواړو هېوادونو له طالبانو سره اړیکي ټینګې کړي او دواړه هڅه کوي د افغانستان په سیاسي راتلونکې کې د امریکا د نفوذ مخه ونیسي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ په افغانستان کې د جګړې له پړاو سیاسي ټیکاو ته د انتقال په اړه اختلاف شته.
که دواړه هېوادونه وشي کولی دغه اختلافات حل کړي، نو په راتلونکو څو میاشتو کې به سوریه کې له ایران سره د روسیې همکارۍ به په افغانستان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ جیوپولیټیکې سیالۍ ته لاره هواره کړي.










