غني منځنۍ اسیا ته د پاکستان د سوداګرۍ "بندولو" ګواښ وکړ

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هندي چارواکو له افغان لوري سره د مرستو د دوام ژمنه وکړه.

افغان ولسمشر اسلام اباد ته خبرداری ور کړ چې که د واګې بندر له لارې له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ مخه نیسي کابل به منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې د پاکستان د سوداګري "مخنیوی" وکړي.

محمد اشرف غني په نوي ډېلي کې د هند له لومړي وزیر او ولسمشر سره تر لیدنې وروسته یوې غونډې ته په وینا کې دا خبرې وکړې.

پاکستان د افغانستان له خاورې منځنۍ اسیا ته خپل سوداګریز مالونه لېږدوي.

ولسمشر غني په دې وروستیو د یوه حکم په صادرولو سره افغانستان ته د پاکستان د باري موټرو پر تګ هم بندیز ولګاوه.

د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ تر دې وروسته د پاکستان باري موټر یوازې پر ډیورنډ کرښه د افغانستان تر ګمرکونو د تګ راتګ اجازه لري.

مخکې پاکستانیو موټرو نه یوازې د افغانستان په خاوره بلکې له افغانستان سره د منځنۍ اسیا تر پولو سوداګریز توکي لېږدولی شول.

له نوې سمندر لارې له هند سره نښلېدل

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اشرف غني د حکم له مخې د پاکستان باري موټر یواځې تر افغان ګومرکونو پورې تلی شي.

اشرف غني له هندی چارواکو سره په لیدنه کې د افغانستان په پرمختګ او بیارغونه کې د هند ونډه وستایله.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني د هند د بهرنیو چارو وزیرې سشما سوراج سره په لیدنه کې هم پر اقتصادي، سوداګري، ټرانسپورټ او ترهګرۍ ضد مبارزې خبرې وکړې.

ولسمشر غني د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ هوايي لار هم بریالۍ وبلله او ویې ویل افغانستان غواړي منځنۍ اسیا له سمندري لارې له هند سره ونښلي.

"دا کار سیمه د اقتصادي همکاریو پر مرکز بدلولی شي".

د پاکستان پر ځای له هند سره د افغان سوداګرۍ لپاره د ایران چابهار بندر بدیل دی.

دواړه لوري په دې لیدنه کې دغه بندر ته د غنمو د لومړۍ جوپې د رسېدلو هرکلی کوي او وايي افغانستان، هند او ایران په ګډه له دې بندر د لا ډېرې ګټې اخیستنې لپاره هڅې چټکوي.

ولسمشر غني له افغانانو سره د زدکړو په برخه کې د هند د همکارۍ د دوام غوښتنه وکړه.

هند هم ژمنه کړې چې له افغانستان سره بېلابیلو برخو کې همکاري روانه ساتي او د پوهنې او دولتي کارکوونکو د وړتیا زیاتولو برخه کې خپل پروګرام پنځه کاله نور هم اوږدوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم په رسمي ټوېټر پاڼه کې لیکي، د هند او افغانستان مشرانو په دې لیدنه کې پر خپلمنځي، سیمه ییزو او نړیوالو مسلو او همدارنګه د ترهګرۍ د ګواښ پر له منځه وړلو خبرې وکړې.

د سیمې لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ خبرې

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر غني د هند د بهرنیو چارو وزیرې سره.

د افغان او هندي چارواکو په خپلمنځي لیدنو کې د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژي خبرې شوې او هغه یې د سیمې د وضعیت د ښه والي لپاره ګټوره بللې ده.

په دغه ستراتیژي کې هند ته ډېر رول ور کړل شوی او ترې غوښتل شوي چې افغانستان کې خپله ونډه ډېره کړي.

خو پاکستان د امریکا دغې پرېکړې خواشینی کړی او په افغانستان کې د نوي ډېلي د رول زیاتېدلو مخالف دی.

د دغه هېواد لومړي وزیر څه مهال مخکې د امریکا د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ته وینا کې وویل، هند باید په افغانستان کې یو ډول سیاسي او پوځي رول هم ونه لري.

شاهد خاقان عباسي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د سیمې لپاره د امریکا نوې ستراتیژي ته په پام په افغانستان کې د هند رول په څه اندازي ګوري، وویل: صفر

د هغه په خبره، په افغانستان کې د هند سیاسي او پوځي رول وضعیت نور پېچلی کوي او کومه ستونزه نه اواروي.

خو زیاتوي چې په افغانستان کې د هند اقتصادي رول په نوي ډېلي پورې تړلی دی.