"پاکستان د امریکا ګټو ته تر ایران لوی ګواښ دی"

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پاکستان لومړی وزیر د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره.
    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رېکس ټېلرسن د سفر په اړه نړیوالو رسنیو بېلابیل مطالب خپاره کړي، خو امریکايي ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي ټېلرسن اسلام اباد ته له یوه روښانه او جوت پیغام سره تللی او هغه دا چې پاکستان باید سملاسي د ترهګرو له مالي ملاتړ او هغوی ته له پټنځیو ور کولو لاس واخلي.

ورځپاڼه ناهیلي ښيي او زیاتوي له ترهګرو د ملاتړ پای ته رسولو پيغام د سپتمبر ۱۱ پېښې را په دیخوا پاکستان ته ورکول کیږي، غوږ یې ورته نیولی خو منفي غبرګون یې ښودلی او یایي بده ګڼلې او کله کله دا ډول غبرګون ته په هماغه مجلس کې دغه ډول غبرګون ښوول شوی په کوم چې دا خبره مطرح شوې ده، خو د په پرونۍ غونډه کې د دغې شپاړلس کلن چلند د بدلون نښې ډېرې لږ وې.

ورځپاڼه د جورج واشنګټن پوهنتون د پروفیسرې کرستین فیر C. Christine Fair په حواله لیکي چې پاکستان د امریکا ګټو ته تر ایران لوی ګواښ دی، هغې ویلي دا پاکستان و چې اټومي ټیکنالوژي یې شمالي کوریا او لیبیا ته ور کړه او د پاکستان په نیابتي جګړه له هغې نیابتي جګړې ډیر امریکایان وژل شوي چې ایران یې تر شا لاس لري.

واشنګټن پوسټ

بله امریکایۍ ورځپاڼه واشنګټن پوسټ لیکي چې پاکستان له ترهګرو ډلو سره په جګړه کې د همکارۍ تیاری ښودلی.

ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د بندو دروازو ترشا له خبرو وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي هغه خبره را اخستې چې ویلي یې دي امریکا دې ډاډه وي چې موږ یې له ترهګرۍ سره په جګړه کې ستراتیژیک ملګري یو.

ورځپاڼه زیاتوي که څه هم له رسمي لیدنې وړاندې پاکستاني او امریکايي چارواکو دوستانه څرګندونې تبادله کړې خو د تېرې اونۍ په اوږدو کې په دواړو هېوادونو کې د نظر د خاوندانو او د چارواکو نظرونو ته په کتو کې د دواړو لوریو په دریځونو کې لوی توپیر لیدل کیږي.

پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په اړه هندوستان ټایمز لیکي چې هغه پاکستان ته د یوه غوڅ پيغام سره تللی.

ورځپاڼه زیاتوي پاکستاني چارواکي ناهیلي ښکاري او ډیره تمه نه لري چې دغه سفر دې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ترهګرۍ سره د جګړې په برخه کې د رامنځته شوې لانجې په هواري کې ډیره مرسته وکړي.

ډان:

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، له امریکايي سیال سره تر لیدنې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، د واشنګټن او اسلام اباد اړیکي رغېدل به وخت ونیسي.

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان لیکي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته له یوه جدي پیغام سره راغلی.

ورځپاڼه زیاتوي هغه د پاکستان او امریکا ترمنځ د همکارۍ د پراخیدو لپاره لا له وړاندې په افغانستان کې د ورځپاڼې په وینا شرط په ډاګه کړی و او هغه له ترهګرۍ سره په جګړه کې د پاکستان رښتینې همکاري.

له لندنه خپرېدونکې ورخپاڼه الحیات د کویټ د امیر شیخ صباح الاحمد له قوله خبر داری ور کوي چې د قطر او څلورو نورو عربي هېوادونو ترمنځ د شخړې د پراخېدو او د حل لارې نه موندلو پایلې به ډېرې خطرناکې وي.

هغه ویلي له قطر سره روان کړکیچ د خلیج د همکاریو شورا موجودیت ته ګواښ دی، هغه بنسټ چې د ښاغلي الاحمد په وینا د ګډو عربي هڅو او یووالي وروستی مورچل دی.

ورځپاڼه زیاتوي د کویټ امیر خبر داری ور کړی چې له قطر سره روانه شخړه د ټول خلیج امنیت ته ګواښ پېښولی شي.

برتانوۍ ورځپاڼه اینډیپېنډینټ لیکي په برتانیا کې د یوې نوې څېړنې له مخې په دفترونو کې له هرو پنځو کارکوونکو مېرمنو یوه یې د جنسي ځورونې له کړاو سره مخامخ شوې ده.

په رپوټ کې ویل شوي د جنسي ځورونې د هغو پېښو شمېر چې پټ پاتې کیږي ډیر خواشینوونکی دی.