رېکس ټېلرسن: له پاکستان د امریکا غوښتنې ډېرې ښکاره دي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, حميد شجاع
    • دنده, بي بي سي لندن

د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن ويلي له اسلام اباد سره د واشنګټن اړيکي پر ښکاره شرطونو ولاړ دي.

کابل ته د خپل ناڅاپي سفر پر مهال ښاغلي ټېلرسن په بګرام هوايي اډه کې له افغان ولسمشر سره ولیدل.

په ناسته کې اجراییه مشر عبدالله عبدالله او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم ګډون درلود.

دا نږدې میاشت وروسته د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي له سفر وروسته یو بل لوړپوړی امریکايي چارواکی دی چې افغانستان ته ځي.

د امریکا دفاع وزیر د تېر سپټمبر پر ۲۷ په ارګ کې له ولسمشر غني سره ولیدل، خو د هغه د سفر پر مهال پر حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر توغندیز برید وشو.

رېکس ټېلرسن په بګرام هوایي ډګر کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر کتنې وروسته له خبریالانو سره خبرو کې د یو شمېر نورو موضوعاتو تر څنګ پاکستان ته هم ښکاره پيغام درلود.

د هغه په خبره، اسلام اباد باید په دې سترګې پټې نه کړي چې ګڼ شمېر ترهګرې ډلې یې پر خاوره فعالیت کوي او له ډېرې مودې راهیسې هلته پټنځي لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سویلي اسیا او افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په یادولو سره وویل، چې په دې ستراتیژۍ کې له پاکستان د امریکا غوښتنې ډېرې ښکاره دي.

"له پاکستانه مو ډېرې ښکاره غوښتنې کړې دي. دوی باید پر خپله خاوره د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ مخنیوی وکړي. زموږ ټوله ستراتیژي پر یو شمېر شرایطو راڅرخي. له پاکستان سره زموږ اړیکي هم پر همدې شرطونو جوړ دي".

پاکستان کې ټیکاو

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټېلرسن وايي، امریکا د افغانستان په څېر پاکستان کې هم ټیکاو ته اندېښمنه ده.

رېکس ټېلرسن وویل، امریکا په پاکستان کې هم سوله او ثبات غواړي.

د هغه په خبره، د دې لپاره مهمه ده چې اسلام اباد د "ترهګرو" ډلو د ملاتړ لارې چارې بندې کړي.

"دا به هم ګورو چې په پاکستان کې د ثبات لپاره څه کوي. موږ په پاکستان کې هم د ثبات په اړه هماغومره اندېښمن یو لکه په افغانستان کې چې یو".

ښاغلي ټېلرسن وسلوالو طالبانو ته هم د ولسمشر غني خبره ور غبرګه کړه، او زیاته یې کړه چې دا ډله له پوځي لارې په افغانستان کې نشي بریالۍ کېدلی.

نوموړي ټینګار وکړ چې افغان ځواکونه او نړیوال ملاتړي به یې تر هغه د وسلوالو مخالفانو پر ضد جنګېږي چې دوی د خبرو مېز ته نه وي حاضر شوي.

له پاکستاني چارواکو د افغانستان او امریکا یوه غوښتنه د سولې خبرو ته د وسلوالو طالبانو ماتول دي.

ټېلرسن هم په خپلو خبرو کې دا غوښتنه یاده کړه:

"موږ به ګورو چې پاکستان د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره څه کوي".

د ولسمشر غني ژمنې

ر

د عکس سرچینه، ارګ

د عکس تشریح، ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په لنډه کتنه کې یو ځل بیا د امریکا د متحده ایالتونو مننه وکړه چې په افغانستان کې یې د روانې جګړې په اړه یې ښکاره دریځ او تګلاره غوره کړې.

نوموړي یو ځل بیا ژمنه وکړه چې په حکومتي ادارو کې د اصلاحاتو او د فساد د مخنوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي.

اداري سمون او د فساد مخنیوی هغه څه دي چې له کابل یې خپل لوېدیځ ملګري د همکارۍ په دوام پورې تړلي بولي.

ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې دواړو مشرانو پر اقتصادي مسلو، سیمه ییزې همکارۍ، پانګونې، د سولې پروسې او د ترهګرۍ پر ضد د روانې جګړې په اړه هم خبرې وکړې.

له دې مخکې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بي بي سي ته ویلي و چې ښاغلی غني د سې شنبې په ورځ هند ته ځي. له بلې خوا ویل کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم نوي ډېلي ته روان دی.