د ښځو پر مخ تړلی ټاپو نړیوال میراث وبلل شو

د عکس سرچینه، EPA
د ملګرو ملتونو کلتوري ادارې یونیسکو جاپان کې مذهبي حیثیت درلودونکی ټاپو اوکنیوشیما نړیوال میراث وباله.
دغه ټاپو ته یواځې نارینه تللی شي او د ښځو پر ورتګ بندیز دی.
اوکینوشیما ټاپو کې پر ۱۷ پېړۍ د اوکیستو مزار جوړ شو، چې سمندر کې د تلونکو کسانو او ماڼوګانو د خیر لپاره دوعا پکې کېږي.
اوکینوشیما ټاپو ته تر ننوتلو مخکې سړي باید بوټان یا څپلۍ وباسي.
ستنېدلو کې هم دوی د نښې په توګه کوم شی له ځان سره وړلی نه شي او نه هم د دې سفر په هکله خپل لیدلي کتلي نورو خلکو ته ویلی شي.
د جاپان ټایمز د رپوټ له مخې، د دې مزار له جوړېدلو مخکې هم په اوکینوشیما کې د بېړیو او د چین او کوریا خلکو سره د سوداګریزو اړیکو لپاره دوعا کېدله.
دې مزار ته په زرګونو ناویاتې(نایاب) ډالۍ را وړل شوې چې د کوریا د سرو زرو ګوتې هم پکې دي.

د عکس سرچینه، AFP
دې ټاپو ته په کال کې یواځې یوه ورځ( د مۍ پر ۲۷) د خلکو د تګ اجازت شته، دا پخوانی دود دی چې لا هم پالل کېږي.
دلته د تلونکو خلکو شمېر هم تر ۲۰۰ کسانو پورې دی.
دوی ته پکار دي سمندر کې اودس وکړي یا ځان پاک کړي او بل دا چې باید نارینه وي.








