سعودي چارواکي:" پر مکې حرم د ترهګریز برید پلان شنډ شوی"

د عکس سرچینه، Reuters
د سعودي عربستان کورنیو چارو وزیر وايي، د دوی امنیتي ځواکونو پر مکه معظمه یو ترهګریز عمل شنډ کړی دی.
مکه شریفه کې چې د مسلمانانو تر ټولو سپېڅلی ځای دی داسې برید بې ساری دی.
د سعودي دولتی تلویزیون وايي یوولس کسان د هغې ودانۍ په نړېدو کې ټپیان شول چې ځانمرګي بریدګر پکې ځان منفجر کړ. په ټپیانو کې پولیس هم شته.
د کورنیو چارو وزیر وویل، پنځه نور " مشکوکاورپکي " یې بندیان کړي دي.
یو کال وړاندې د چنګاښ پر ۱۵ (۵ جولای ۲۰۱۶) یو ځانمرګي په مدینه منوره ښار کې د نبوي جومات سره نژدې چاودنه وکړه. برید د موټرو تمځي سره نژدې د ساتندویانو پر یوه مرکز وشو چې څلور ساتندویا ن پکېووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.

د عکس سرچینه، Zilur Rahman
برید د روژه ماتي په وخت کې شوی و او اوسنی برید له اختره نژدې دوه ورځې وړاندې ترسره شو.
د تېر کال د برید په اړه د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي ول چې بریدګر هغه مهال چاودنه کړې وه چې ساتندویانو نبوي جومات ته د ننوتلو په وخت کې درولی و.

د عکس سرچینه، Reuters
دې شپو ورځو کې په میلیونونو مسلمانان مکه معظمې کې په عبادت بوخت وي. د روژې میاشت وروستۍ شپې ورځې تر نورو ډېرې مهمې او له برکته ډکې بللې کېږي.
مکه معظمې ته مسلمانان د نړۍ له ګوټ ګوټه ورځي او د مسجدالحرام ګرد چاپېره ۲۴ ساعته په سلګونو کسان په طواف بوخت وي.








