سعودي کې بهرني کارګر د مزدورۍ غوښتلو له کبله په دُرو وهل کېږي

د تېلو د عوایدو تر ټیټېدا وروسته د ودانیزو شرکتونو کارکوونکو د مزدوریو له نه ورکړې شکایت کړی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د تېلو د عوایدو تر ټیټېدا وروسته د ودانیزو شرکتونو کارکوونکو د مزدوریو له نه ورکړې شکایت کړی

په سعودي عربستان کې یوشمېر بهرني کارکوونکي له دې کبله بندیان شوي او په دُرو د وهلو حکم ورته شوی، چې تېر کال یې د ځنډول شوې مزدورۍ د پیسو ترلاسه کولو لپاره لاریون کړی و.

د سعودي ورځپاڼو ویلي، په مکه کې نژدې ۵۰ کارکوونکو ته د ۴۵ او څلورو میاشتو ترمنځ د بند سزا ټاکل شوې ده.

۳۰۰ نورو ته بیا د دُرو وهل اورول شوي.

''الوطن'' او ''اخبارالعرب'' ورځپاڼو پخپلو رپوټونو کې د کارکوونکو تابعیتونه نه دي راخیستي.

دغو بهرنيو کارکوونکو د بن لادن په لوی ودانیز شرکت کې کار کړی، چې د څو میاشتو مزدوري یې نه ده ورکړل شوې، خو کله چې دوی د خپلې مزدورۍ اخیستو لپاره لاریون وکړ، پرضد یې د بندي کېدو او په دُرو د وهلو حکم وشو.

رپوټونه وايي، د یاد شرکت ځینې بسونه د قهرېدلو کارکوونکو د لاریون پرمهال سوځول شوي.

چارواکو هغه مهال وویل، اوه بسونه سوځول شوي، خو لامل نه و په ډاګه کړی.

په ودانیزه برخه کې - په تېره بیا د بن لادن د شرکتونو ټولګه کې کارکوونکي پرته له دې چې مزدوري یې دې ورکړله شي، پرېښودل شوي، دا کار سعودي کې د تېلو د عوایدو له کمېدو سره هم مهاله شوی.

ویل کېږي چې حکومت هغو شرکتونو ته پیسې نه دي ورکړې، چې د تېلو برخه کې قراردادونه ورسره لري.

په تېره نومبر میاشت کې د سعودي حکومت وویل، راتلونکې میاشت به د شرکتونو ځنډول شوې پیسې ورکړي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په تېره نومبر میاشت کې د سعودي حکومت وویل، راتلونکې میاشت به د شرکتونو ځنډول شوې پیسې ورکړي.

د بن لادن د شرکتونو ټولګه څه باندې ۸۰ کاله وړاندې د القاعدې شبکې د بنسټګر او وژل شوي مشر اسامه بن لادن د پلار په لاس جوړه شوه.

د تېر کال وروستیو کې دغه شرکت وویل، د ۷۰۰۰۰ کارکوونکو استحقاقونه به ورکړي.

دغه شرکت د هغو کارکووونکو د مزدورۍ ورکولو ژمنه هم کړې، چې د کار اجوره یې ځنډول شوې او لاهم په دغه شرکت کې کار کوي، خو دا کار به وروسته تر هغه کوي چې حکومت شرکتونو ته پیسې ورکړي.

د لبنان د لومړي وزیر سعد الحریري په مشرۍ د (سعودي اوجیه) په نامه د شرکت لسو زرو کارکوونکو ته هم د کار پیسې نه دي ورکړل شوې.

فرانس پرېس خبري اژانس په تېره ډسمبر میاشت کې د شرکت د یوه کارکوونکي له خولې ویلي وو، د مزدورۍ یوه برخه پیسې یې ترلاسه کړې، خو له شرکت سره یې د پنځو میاشتو د کار پیسې بندې دي.

محکوم شوي بهرني کارکوونکي د بن لادن او سعودي اوجیه شرکت کارکوونکي دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، محکوم شوي بهرني کارکوونکي د بن لادن او سعودي اوجیه شرکت کارکوونکي دي

په تېره نومبر میاشت کې د سعودي حکومت وویل، راتلونکې میاشت به د شرکتونو ځنډول شوې پیسې ورکړي.

خو د مالیې وزیر د تېرې ډسمبر میاشتې پر ۲۲مه خبریالانو ته د ۲۰۱۷ کال د بودیجې تر اعلانېدا وروسته وویل، د خصوصي شرکتونو پاتې پیسې به په "۶۰ ورځو کې ورکړل شي".

د تېر کال وروستیو کې د بن لادن شرکت وویل، د ۷۰۰۰۰ کارکوونکو استحقاقونه به ورکړي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د تېر کال وروستیو کې د بن لادن شرکت وویل، د ۷۰۰۰۰ کارکوونکو استحقاقونه به ورکړي
د لبنان د لومړي وزیر سعد الحریري په مشرۍ د (سعودي اوجیه) په نامه د شرکت لسو زرو کارکوونکو ته هم د کار پیسې نه دي ورکړل شوې.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د لبنان د لومړي وزیر سعد الحریري په مشرۍ د (سعودي اوجیه) په نامه د شرکت لسو زرو کارکوونکو ته هم د کار پیسې نه دي ورکړل شوې.