چین: د ځمکښویېدنې له امله ۱۴۰ کسان ورک دي

د عکس سرچینه، AFP PHOTO/CCTV
د چین په سیچوان ولایت کې د ځمکښويېدنې له امله ۴۰ کورونه له خاورو لاندې شوي چې له امله یې ۱۴۰ کسان لادرکه دي.
مرستندویه ډلې د زیانمنو لاسنیوي ته رسېدلي دي.
اټکل دی چې د پېښې د قربانیانو شمېره لوړه شي.
د ځايي رسنیو پر بنسټ، د سیچوان ولایت د شینمو ولسوالۍ د مایوشیان کلی چې د غره په لمنه کې پروت دی، په ځايي وخت سهار شپږ بجې زلزلې لړزولی او بیا یې د (قعر درې) پر لور په مخه کړی دی.
د پېښې له ځایه په خپرو شویو انځورونو کې بیلډوزرونو ليدل کېږي چې د پېښې پر قربانیانو پسې غټې پرښې رغړوي، ګویا که کوم څوک ژوندی ومومي.
د چین د شینهوا خبري اژانس ویلي، دې ځمکښویېدنې، د سیند غاړې په دوه کیلو مټرۍ پرتو کلیو ته زیانونه رسولي دي.
د چین په غرنیو سیمو کې د ځمکښويېدنې پېښې تکراري دي. دا طبیعي پدیده د موسمي اورښتونو پر مهال کله ډېره زیان رسوونکي او خونړۍ شي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، EPA











