نایجریا ته د سعودي ۲۰۰ ټنه خیراتي خورما بازار کې خرڅه شوې

د عکس سرچینه، AFP
نایجریا له سعودي عربستان نه له دې کبله بخښنه غوښتې چې ګني دغه هېواد ورته ۲۰۰ ټنه خورما ورکړې، خو هلته بازار کې خرڅه شوې ده.
دا خورما هغو کسانو ته د خیرات په نامه استول شوې چې د سخت دریځې بوکو حرام ډلې د بریدونو له کبله له خپلو مېنو وتلي دي.
د نایجریا د بهرنیو چارو وزات ویلي، د کډوالو او بې ځایه شویو خلکو د چارو اړوندې استازولۍ د هغو سیمو لیست خپور کړی چې باید دغه خورما پکې وېشل شوې وای، چې د کډوالو ځینې کمپونه او لوی جوماتونه هم پکې دي.
د سعودي عربستان له خوا دغه خیرات شوې خورما په بورنو ولایت کې بازار ته وړاندې شوې. دا هغه سیمه ده چې د بوکو حرام اورپکې ډلې د بریدونو له کبله تر نورو هغو ډېره اغېزمنه او ویجاړه شوې ده.
چارواکي وايي، له اتو کلونو جګړې او ناخوالو وروسته، د نایجریا په شمال لوېدیځو سیمو کې لاهم ۸٫۵ میلیون وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.




