تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کمپیوټري ستونزه: لندن کې د برټش ایرویز ټولې الوتنې لغو شوې
د برتانیا 'برټش ایرویز ' هوايي شرکت، د کمپیوټري تخنیکي ستونزې له کبله د لندن له دوو لویو هوايي ډګرونو ټولې الوتنې لغو کړې دي. د هوايي شرکت چارواکو ویلي:
''د کمپیوټري سیسټم یوې لویې ستونزې د نړۍ لر او بر کې زموږ الوتنې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې دي. ''
شرکت له مساپرو بښنه غوښتې او وايي، هڅه کوي ژر تر ژره دغه ستونزه هواره کړي. د لندن هېتهرو هوايي ډګر چارواکو هم ویلي، له شرکت سره په ګډه د ستونزې هوارولو کوښښ کوي.
بي بي سي سره خبرو کې د برټش ایرویز چارواکو ویلي، 'دم ګړۍ داسې کوم ثبوت نه شته، چې ګواکې دغه تخنیکي ستونزه د انټرنېټي برید له کبله رامنځته شوې وي. '
هوايي شرکت له خپلو ټولو مساپرو غوښتي و، چې د شنبې ماښام له شپږو بجو مخکې هېتهرو او ګېټویک هوايي ډګرونو ته ورنه شي، ځکه په وینا یې هلته 'خورا ګڼه ګوڼه ده ' خو وروسته یې د ټولو الوتنو لغو کولو اعلان وکړ.
له دغو هوايي ډګرونو د نورو شرکتونو الوتنې نه دي اغېزمن شوې.
یوه خبریال مارټین کینټ ویلي، تر یوه نیم ساعته په الوتکه کې ایسار پاتې و، ځکه په وینا یې د کمپیوټري سیسټم ورانۍ له کبله د الوتکې دروازې نه پرانیستل کېدې.
د روم، پراګ او میلان په ګډون له یو شمېر نورو ښارونو هم د دغه شرکت الوتکو په تګ راتګ کې د خنډ او ځنډ رپوټونه ورکړل شوي.