تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لندن: د پاکستان ملي هوايي شرکت له الوتکې نشه يي توکي نیول شوي
برتانیا کې د جرمونو خلاف مبارزې ملي ادارې تایید کړې، چې د پاکستان ملي هوایي شرکت( پي ای اې) له یوې الوتکې یې تېره شپه د لندن هېتهرو هوايي ډګر کې نشه يي توکي نیولي دي. بي بي سي ته د یادې ادارې له لوري لېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي:
'' د سرحدي ځواکونو له لوري د مې پر ۱۵ نېټه هیتهرو هوايي ډګر ته له پاکستانه یوه راغلې الوتکه کې د موندل شویو هیروینو په اړه څېړنه کېږي. ''
اعلامیه کې ویل شوي، چې 'د پېښې په تړاو څوک نیول شوي نه دي، خو څېړنه روانه ده. '
بل لور ته د پي ای اې ویاند مشهود تاجور ویلي دوی ته له الوتکې نه د نشه یي توکو نیول کېدو په تړاو څه نه دي ویل شوي.
د ویاند په خبره د الوتکې تالاشۍ پر مهال عملې ته هم د تلو اجازه نه ورکول کېده، خو وروسته هوټل ته د تګ اجازه ورکړل شوې.
له دې مخکې د پي ای اې یوې سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي و:
پولیسو الوتکه وپلټله. دوی معلومات درلودل، چې پر بنسټ یې دوی د الوتکې یوازې ځینې برخې وپلټلې.
دغه الوتکه د دوشنبې پر ورځ له اسلام اباده لندن ته تللې وه او په پام کې وه، چې بېرته لاهور ته سفر وکړي، خو د تالاشئ له کبله ځنډول شوې وه. پي ای اې چارواکي وايي، پولیسو د عملې له کسانو هم پوښتنې ګروېږنې کړې.
د پي ای اې یوه کارکوونکي ویلي پولیسو د عملې ۱۳ کسانو ته له هوايي ډګره د وتلو اجازه ورکړې، خو د دوی پاسپورټونه یې لا هم له ځان سره ساتلي دي.
د پي ای اې پلټل شوې الوتکه د بوینګ ۷۷۷ شرکت ۲۴۰ ماډل ده، چې له دې مخکې هم د ترمیم پر مهال له همدې الوتکې نشه يي توکي موندل شوي وو.