ټرمپ اسراييلو کې د ایران د اټومي ګواښ خبرداری ورکړ

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ اسراییل ته د خپل سفر په لومړیو ساعتونو کې خبرداری ورکړ اټومي وسلې ته د ایران لاسرسی یو ګواښ دی.
ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته وویل:" ایران ته هېڅکله باید اجازه ورنه کړل شي چې اټومي وسله ترلاسه کړي."
ولسمشر ټرمپ وروسته له هغه اسراییل ته ورغی چې په سیمه کې تر ټولو مهم متحد، سعودي عربستان ته ولاړ او هلته یې د عربي هېوادونو مشرانو ته وینا وکړه.
ښاغلي ټرمپ سعودي عربستان کې هم په خپلې وینا کې ایران " سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړی هېواد" وباله.
ټاکل شوې ده ښاغلی ټرمپ له دواړو، فلسطیني او اسراییلي مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
هغه تر دې وړاندې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د سولې د تړون د ترسره کېدو ملاتړ کړی و، خو څرنګوالی یې ګونګ پرې ایښی و او ویل یې و چې ترجیح ورکوي دواړه خواوې خپلو منځو کې په نېغو خبرو اترو کې پرې سلا شي.
دا د ولسمشرټرمپ لومړنی بهرنی سفر دی چې دوه ورځې به اسراییلو کې پاتې شي.
د اسراییلو د ولسمشر رېولن استوګنځي کې ښاغلي ټرمپ وویل: ایران "باید د ترهګرو او ملیشو له مرګوني تمویل، روزنې او تجهیزه لاس واخلي".
په ۲۰۱۵ کال کې ایران د نړۍ له پیاوړو هېوادونو سره د یوه جوړ جاړي پر بنسټ ومنله چې د یو شمېر اقتصادي ګټو په بدل کې به خپل هسته یی پروګرام پڅ کړي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني چې ټاکنې یې د دوهم ځل لپاره هم وګټلې، پر دغه جوړجاړي ښه نوم وګټه.

د عکس سرچینه، EPA
د غويي پر لومړۍ نېټې هم ولسمشر ټرمپ ایران تورن کړ، چې د "اټومي تړون سره یو مخ سم نه ځي". هغه وویل: "موږ په ډېر غور دا مسله ارزوو او ډېر ژر به په دې تړاو خبرې وکړو".
ډونلډ ټرمپ له ولسمشرۍ ټاکنو راهیسې دغه تړون خورا بد تړون بللی او د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما یې د دې تړون له امله ملامت کړی دی.
اسراییلو ته په خپل لومړي سفر کې د امریکا ولسمشر له اسراییلو سره پر خپلې زړې ملګرتیا ټینګار وکړ خو سیمه کې یې د سولې ټینګښت هم اړین وباله.

د عکس سرچینه، Reuters
ولسمشرټرمپ وویل: " ځوان اسراییلیان او فلسطینیان حق لري خوندي وي او له تاوتریخوالي لېرې چې د ډېرو ژوند یې ترې اخیستی د خپلو خوبونو د بشپړولو هڅه وکړي."
وروسته له دې چې د ولسمشر رېولن له استوګنځي ووت، ښاغلی ټرمپ هغې کلیسا ته ولاړ چې د عیسوي روایتونو پر بنسټ، عیسي (ع) هلته خښ شوی و او بېرته ژوندی شو.








