ټرمپ: د فلسطین او اسراییل تر منځ سوله به ستره لاسته راوړنه وي

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کتنې پر مهال د ورځپاڼې خبریالانو د ډونلډ ټرمپ خبرې یو پر بل پسې ټویټ کولې.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له مدیرانو سره په مرکه کې ویلي غواړي هغه کس اوسي چې د فلسطین او اسراییلو تر منځ سوله وکړي. د نیویارک ټایمز په وینا نوموړی وايي دغه کار به یوه ستره لاسته راوړنه وي.

ډونلډ ټرمپ چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دفتر کې د دغې ورځپاڼې له خبریالانو سره په خبرو بوخت ؤ او پر ډېرو مهمو مسلو یې خبرې کولې، د ورځپاڼې چلوونکو پر خپل ټوېټر پاڼې د ښاغلي ټرمپ د خبرو مهم ټکي یو پر بل پسې ټویټ کول.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی ټرمپ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له مدیرانو سره کتنه کې د منځني ختیځ پر مسلې وغږېد.

دغې کتنې کې د امریکا ټاکل شوي ولسمشر د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د سیاسي ستونزې له حساسې مسلې هم ځان نه دی اېستلی او بې سارې څرګندونه یې کړې ده.

ښاغلي ټرمپ ویلي ډېری خلک راته وايي چې د اسراییل او فلسطین ترمنځ "سوله شونې نه ده، ته یې نه شې کولی. زه یې نه منم. زه فکر کوم موږ سوله کولی شو. " نوموړی وايي "زه ځکه ډاډه یم چې دلیل ورته لرم. " خو دغه دلیل يې روښانه نه کړ.

واشنګټن کې د بي بي سي د خبریال ګاري اودونیو په وینا د امریکا د سیاسي کړیو له خوا منځني ختیځ کې د فلسطین د کړکېچ پر سر خبرې کول ډېر اهمیت لري.

یوې بلې خبریالې مګي هابرمن بیا د سوریې د جګړې په اړه د ښاغلي ټرمپ څرګندونه ټویټ کړې چې ویلې یې دي " موږ باید دغه ستونزه آواره کړو ".

د سوریې د کرکېچ په تړاو ښاغلي ټرمپ ویلي د سوریې په تړاو د ده نظر، له نورو کسانو توپیر لري.

د ویډیو تشریح، ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د خپلو لومړیو سلو ورځو پلان په ډاګه کړ

په دې وروستیو کې ډونلډ ټرمپ امریکايي رسنۍ په دې ګرمې بللې چې ده پسې منفي خبرې کوي، سره له دې چې ولسمشریزې ټاکنې یې هم وګټلې.

د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې د دفتر پر وړاندې ډېر نور خبریالان هم ولاړ ول چې که وکړی شي له ښاغلي ټرمپ سره خبرې وکړي، خو وروسته له دې چې کتنه پای ته ورسېده، دی د ورځپاڼې له دفتره نورو سره له خبرو کولو پرته ووت.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له کتنې وروسته ښاغلی ټرمپ د نورو خبریالانو پوښتنو ته ځواب ونه ویل.